ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو له لويې لارې تښتول شوي اوه کسان ووژل

وسله والو له لويې لارې تښتول شوي اوه کسان ووژل

author avatar
6 Nov 2013 - 10:36
وسله والو له لويې لارې تښتول شوي اوه کسان ووژل
author avatar
6 Nov 2013 - 10:36

کلات ( پژواک ١٥ لړم ٩٢ ) : د زابل امنيتي چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو هغه اوه تنه وژلي، چې شاوخوا يوه مياشت مخکې يې د کابل – کندهار له لويې لارې تښتولي وو.

ددې ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ لېوني د لړم پر ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه کسان پرون وژل شوي او پوليسو يې ماښام مهال جسدونه تر لاسه کړي دي .

نوموړي زياته کړه ، چې ددې کسانو جسدونه د کلات ښار اړوند د ترنک په سيمه کې تر لاسه او وروسته د ملي اردو ځواکونو ته سپارل شوي دي .

روغ لېونی وايي، چې د وژل شويو کسانو د پېژندنې په موخه د دوى  پلټنې روانې دي، تر څو معلومه شي ، چې دا کسان څوک دي ، ترڅو خپلو کورنيو ته وسپارل شي.

امنيه قوماندان وويل ، چې امنيتي ځواکونو د پېښې جدې پلټنې پيل کړې دي، تر څو د دغو کسانو وژونکي پيدا او د قانون منګولو ته يې وسپاري.

د زابل د مرکزي روغتون يوتن نوکريوال ډاکټر، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل ، چې د يو شمېر وژل شويو کسانو جسدونه دوى ته وروړل شوي وو.

سرچينې زياته کړه ، د څلورو تنو جسدونه،  چې په مرميو ويشتل شوي و او ټپونه يې تازه و دوى ته ماښام مهال ور وړل شوي و او د شپې ناوخته بېرته امنيتي ځواکونو له ځان سره يوړل .

د دغه ډاکټر د معلوماتو له مخې، د وژل شويو کسانو لاسونه شا ته په ځنځيرونو تړل شوي و او کولپونه هم وراچول شوي و.

وسله والو طالبانو تر اوسه د دغې پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.