ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په پکتيا کې لرغوني اثار نيول شوي

په پکتيا کې لرغوني اثار نيول شوي

author avatar
6 Nov 2013 - 17:32
په پکتيا کې لرغوني اثار نيول شوي
author avatar
6 Nov 2013 - 17:32

ګردېز( پژواک، ١٥ لړم ٩٢): د پکتيا امنيتي چارواکي وايي، چې له قاچاق وړونکو څخه يې يو شمير لرغونې سيکې او مجسمې نيولې دي .

 د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمي اورياخېل پژواک ته وويل، چې  په دغو  تاريخي آثاروکې پنځه سيکې او درې  مجسمې شاملې دي، چې له لوګر څخه پکتيا ته راوړل کېدې .

 د پوليسو د استخباراتي راپور پر بنسټ يې دغه سيکې له يوې هديرې څخه چې قاچاق وړونکو بل ځاى ته د ليږد په موخه دلته ځاى پرځاى کړې وې ، لاسته راوړي، خو په تړاو يې څوک نه دي نيول شوي .

 د اورياخېل په خبره، دغه سيکې ډيرې پخوانۍ دي او کېدای شي ارزښت به يې هم  ډير وي .

د نوموړي په وينا، له څېړنو وروسته به دغه لرغوني اثار د افغانستان ملي موز يم ته وسپاري .

اورياخېل وايي، چې اوس هم  زيات شمېر تاريخي اثار له لوګر او پکتيا څخه قاچاق کيږي او دوی به هڅه وکړي ، چې د دغو اثارو د قاچاق مخه ونيسي .

   د لوګر ولايت د اطلاعاتو او کولتور رييس محمد شفيق پوپل وايي، چې په لوګر کې يو شمېر تاريخي سيمې شته ،چې دا ډول تاريخي اثار لري .

 نوموړی وايي، تر اوسه  دوی ته  معلومات نشته ،چې  دغه  اثار د لوګر دي  او که نه ، خو وايي، چې دوی به يې نوره پلټنه هم وکړي .

 د يادولو ده ،چې اوس هم ځينو سيمو کې تاريخي اثار په غير قانوني ډول ايستل کيږي او د قاچاق په موخه نورو هيوادونو ته وړل کيږي .

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.