ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حلقوي سړک څلور تښتول شوي کار کوونکي خوشي شول

د حلقوي سړک څلور تښتول شوي کار کوونکي خوشي شول

هرات ښار (پژواک ١٧ لړم ٩٢): تښتوونکو د هرات- بادغيس د لويې لارې جوړولو د پروژ‌ې هغه څلور کار کوونکي خوشي کړي، چې نږدې يوه مياشت وړاندې يې د هرات په کرخ ولسوالۍ کې تښتولي وو.

د حلقوي سړک د جوړولو يوه مسوول د نوم نه ښودو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد څلور کارکوونکي يې تېره ورځ په هرات کې خوشي کړي دي.

ده د نورو جزئياتو له ورکولو پرته د خوشي شوو کسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله او ويې ويل، چې هغوى تېره ورځ خپلو کورنيو ته ستانه شول.

امنيتي چارواکو تر اوسه د دې موضوع په اړه څه نه دي ويلي، خو د دغو کسانو نيول يې پخوا تاييد کړي وو.

د هرات د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميدي يوه مياشت وړاندې خبريالانو ته ويلي وو، چې وسله والو دغه څلور تنه د کرخ ولسوالۍ د سړک پر سر له موټره ښکته کړي وو.

د بادغيس-هرات لويه لاره د افغانستان د حلقوي سړک يوه برخه ده چه له تېرو پنځو کلونو راهيسې يې د نا امنۍ له امله کار له خنډ او ځنډ سره مخ دى.

د دې پروژې کار د يوې امريکايي ساختماني کمپنۍ له خوا پر مخ وړل کېږي.

د بادغيس چارواکي وايي، هڅه کوي د سړک د کار کوونکو امنيت خوندي کړي.

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.