ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لښکرګاه کې ٢٧ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

لښکرګاه کې ٢٧ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول

author avatar
8 Nov 2013 - 13:33
لښکرګاه کې ٢٧ ټنه نشه يي توکي وسوځول شول
author avatar
8 Nov 2013 - 13:33

لښکرګا (پژواک ١٧ لړم ٩٢): د هلمند چارواکي واييؤ چې په مرکز لښکرګاه کې ٢٧ ټنه نشه يې توکي چې په تېرو دوو کلونو کې د امنيتي ارګانونو له خوا کشف او ضبط شوي وو، وسوځول شول.

د کورنيو چارو وزارت د نشه يي توکو د عملياتو چارو عمومي رييس پاسوال خليل الله بختياري تېره ورځ ناوخته په لښکرګاه کې خبريالانو ته وويل، په دغو نشه توکو کې ترياک، چرس، هيرويين او يوه اندازه کيمياوي مواد شامل دي چې د نشه توکو په پروسس کې ترې ګټه اخيستل کېږي.

بختياري زياته کړه، چې ياد توکي د امنيه قوماندانۍ له نشه يې توکو سره د مبارزي پوليسو او نورو امنيتي ارګانونو له خوا په ١٥٣ بېلابېلو عملياتو کې ترلاسه شوي دي.

دى وايي، د دغو توکو په تړاو ١٤٨ تنه هم نيول شوي چې پر خپل وخت عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

نوموړي وويل، د په يادو عملياتو کې ٣٩ موټر، شپږ موټر سايکلونه، ١٦ ميله سپکې او درنې وسلې هم نيول شوي دي.

په همدې حال کې د هلمند والي محمدنعيم له خبريالانو سره په خبرو کې د پوليسو د مسلکي وړتياوو د لوړېدو خبره وکړه.

والي وويل، اوس پوليس کولى شي چې په لږ وخت کې جرمونه کشف کړي او عاملين يې ونيسي.

د نوموړي په وينا، په تېرو کلونو کې د نشه يي توکو د کرکيلې او قاچاق له امله د امنيت پر وړاندې ستونزې ډېرې وې، خو په دې وروستيو کې د پوليسو د جدي مبارزي له امله د نشه يي توکو په کر او قاچاق کې د پام وړ کموالى راغلى دى.

والي زياته کړه، چې د نشه يې توکو پر وړاندې د مبارزې لپاره ځانګړي پلانونه جوړ شوي چې په پايله کې به يې تر ډېره د کر مخه ونيول شي او له قانون څخه سرغړونکو ته به سزا ورکړل شي.

د هلمند د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر پاسوال جمعه ګل همت وويل، دوى چمتو دي چې په شته امکاناتو د نشه يې توکو د کر او قاچاق مخنيوى وکړي.

 د هلمند د استيناف څارنوال صمد صديقي له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې له پوليسو سره د ښې همغږۍ خبره وکړه او ويې ويل، چې له مجرمينو سره به د قانون له مخې عمل وشي.      

هلمند د افغانستان له هغو ولايتونو شمېرل کېږي، چې کوکنار په کې ډېر کرل کېږي. شمس جلال

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.