ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پخوانيو قبرونو د هرات ښار د سړکونو د پخېدو چارې ځنډولې دي

پخوانيو قبرونو د هرات ښار د سړکونو د پخېدو چارې ځنډولې دي

هرات ( پژواک ١٨ لړم ٩٢):د هرات ښاروالۍ مسوولين وايي،چې د واټونو په منځ کې د زړو قبرونو شتون د سړک جوړولو د پروژو پر وړاندې خنډ او د ښاروالۍ کار يې نيمګړى کړى.

 په دغه ولايت کې سږ کال د ۵۲ ښاري سړکونو د جوړېدو کار پيل شوی، چې شاوخوا ١٣ قبرونه د سړک د نقشې او کار خنډ شوي دي.

 د هرات ښاروالۍ د ناحيو د څانګې مدير نقيب الله اروين وايي، چې په دې اړه يې له ديني علماوو د لارښوونو او مشورو کار پيل کړى دى.

 هغه زياتوي، د هرات په ډيرى واټونو کې دا ډول قبرونه شته، چې د ډيرو قبرونو په اړه تاريخي معلومات هم نشته اوس دوى په پام کې لري، چې د يادو قبرونو د لرې کولو لپاره له ديني عالمانو مشورې واخلي.

 اروين د حقوق پوهانو له انده وايي، هر قبر بايد له ٣٠ کلونو وروسته د اړتيا په صورت کې ونړول شي.

 خو د هرات د علماوو  شورا رييس مولوي خداداد صالح پژواک خبري اژانس ته وويل، موضوع يې د علماوو په اونيزه غونډه کې وڅېړله په اتفاق د نظر پرېکړه وشوه، چې ښاروالۍ بايد د دغو قبرونو له ړنګولو ډ ډه وکړي اود پروژو د پلي کيدو لپاره دې بله ممکنه لار ولټوي.

 نوموړى زياتوي، چې د ښاروالۍ د وړانديز له مخې، د دې قبرونو تاريخ او هويت نا څرګند دى خو ديني علما وايي، د هرات سړکونه پنځوس کلنه تاريخچه لري، خو دا قبرونه څو پېړۍ لرغونتيا لري.

 هغه زياتوي: (( دغه قبرونه پخوانيو علماوو پېژندل ، نو ځکه يې د هغوى د لرغونتيا له مخې اجازه نه ده ورکړې،چې ونړول شي موږ هم چاته اجازه نه ورکوو ، چې دا قبرونه له منځه يوسي.))

 د هرات ښار يو لرغونپوه، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل، ديني علما دې د ښاري پلان د پلي کېدو مخه نه نيسي اوس تخنيک وده کړې ،کېداى شي همدا قبرونه په بشپړه ډول د سړک له منځه پورته کړل شي او يو بل خوندي ځاى ته ولېږدول شي، چې هم به د قبر لرغونتيا له منځه نه ځي او هم به د سړک د کار مخه نه نيول کيږي.

 د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست چارواکي هم وايي، چې په دې قبرونو کې د يو شمير مشهورو کسانو قبرونه هم شته، په دې قبرونو کې د يوه پخواني شاهزاده کامران قبر هم په داسې سيمې کې دى، چې د سړک د جوړېدو کار  يې ځنډولى دى .

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.