فراه (پژواک ١٩ لړم ٩٢): د فراه زندان ١٨ نارينه او دوو ښځينه بنديانو د نه خوړو اعتصاب کړى او نارينه بنديانو يې خپلې خولې هم ګنډلې دي.
د فراه د زندان مدير ډګروال عبدالقيوم عظمي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو بنديانو له تېرې ورځې راهيسې په اعتصاب لاس پورې کړى او نارينه وو يې خولې هم ګنډلې دي.
د هغه په وينا، دغه زندانيان وايي، چې د تېر لوى اختر په مناسبت د ولسمشر د زندانيانو د بښنې په فرمان کې دوى هم شاملېږي.
عظمي وويل، چې د ياد فرمان له مخې، د دغه زندان ٢٣ زندانيان خوشي شوي او ١٠٢ يې د بند له تخفيف څخه برخمن شوي دي.
خو دى وايي، چې د اعتصاب کوونکو زندانيانو جرمي حالت او د بند مودې ته په کتو په فرمان کې د هغوى شاملېدل وضاحت نه لري.
ده زياته کړه، چې دوى په دې اړه تېره ورځ د کورنيو چارو وزارت او لويې څارنوالۍ ته خبر ورکړى او د وضاحت غوښتنه يې ترې کړې ده.
له لويې څارنوالۍ سره مو اړيکه ټينګه نه شوه، خو د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي وايي، نه شي کولاى چې په دې اړه څرګندونې وکړي ځکه چې دغه موضوع د کورنيو چارو وزارت اړوند نه ده.
د فراه د ولايتي شورا غړې شهلا ابوبکر وايي، چې دې تېره ورځ له يادو دوو اعتصاب کوونکو ښځو سره چې د قتل په تور پر ١٧ او ٢٠ کاله بند محکومې شوې، وليدل.
د شهلا په وينا، يادو دواړو ښځينه بنديانو پنځه-پنځه کاله بند تېر کړى او د عفوې په تېرو فرمانانو کې يې د بند پاتې نيمايي موده بښل شوې ده.
شهلا ابوبکر زياته کړه، چې يادو ټکو ته په پام سره دغه دوې بنديانې د تېر لوى اختر د عفوې په فرمان کې شاملېږي.
د فراه زندان ١٨٢ زندانيانو د روان کال د وږي په مياشت کې د پنځو ورځو لپاره له دې امله د نه خوړو اعتصاب کړى و چې له کابل څخه د ورغلي پلاوي په هڅو پاى ته ورسېد.
دغو زندانيانو هم ويل، له دې امله يې اعتصاب کړى، چې د بند مودې د تخفيف له فرمان څخه محروم شوي او دوسيې يې نه څېړل کېږي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن