ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د لويې جرګې له رابللو سره مخالفت وشو”

“د لويې جرګې له رابللو سره مخالفت وشو”

author avatar
10 Nov 2013 - 17:45
“د لويې جرګې له رابللو سره مخالفت وشو”
author avatar
10 Nov 2013 - 17:45

کابل (پژواک ١٩ لړم ٩٢): سلګونو تنو د يوه لاريون په ترڅ کې، له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليک،د بهرنيو ځواکونو د پاتې کېدو او د لويې جرګې له تر سره کېدو سره خپل کلک مخالفت وښود او ګواښ يې وکړ، چې د دغه سند د لاسليک کېدو پر مهال به په پراخو لاريونونو لاس پورې کړي.

دغه لاريون نن د ” له امريکا سره د افغانستان د امنيتي تړون لاسليک په اړه د علماوو او روڼ اندو جرګه” تر عنوان لاندې په کابل د بهرنيو له اډو سره د مخالفت او ملي يووالي جبهې له لوري تر سره شو.

په دغه لاريون کې، چې قومي مشرانو، علماوو، سپين ږيرو، د پوهنتون استادانو، د هېواد د بېلابېلو ولايتونو يو شمېر زده کوونکو او ځوانانو ګډون کړى وو، په دې ټينګار کاوه، چې له امريکا سره د امنيتي سند لاسليکول، امريکا ته د افغانستان د قبالې د ورکولو مانا لري او خلک به د داسې يوه تړون لاسليک کولو ته هيڅکله هم اجازه ورنکړي.

د لاريون يوه ګډونوال محمد زمان مزمل وويل، که څوک امريکا ته د افغانستان د قبالې  ورکولو هڅه وکړي نو نور داسې کسان هم شته، چې په کلکه به د دغه سند د لاسليکولو مخنيوى وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان حکومت څو ځلې اعلان کړى، چې په مشورتي لويه جرګه کې به يواځې د خلکو له استازو سره له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه مشوره وشي او په دې جرګه کې به بل هيڅ تصميم تر سره نه شي.

ياده مشورتي جرګه به له ټول هېواد څخه د درې زره قومي مشرانو او چارواکو په ګډون د لړم مياشتې په وروستيو کې په کابل کې تر سره شي.

دغه جرګه ٥٠ کميټې لري او له ٤ څخه تر ٧ ورځو پورې به دوام وکړي.

افغانستان او امريکا د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د امنيتي سند د څرنګوالي په اړه، چې له مخې به يې په افغانستان کې له ٢٠١٤ لمريز کال وروسته د امريکايي ځواکونو شتون څيړي، خبرې کړې دي.

 په دې وروستيو کې دواړه هېوادونه د ياد هوکړه ليک په اړه مهمو مسايلو ته رسېدلي، خو افغان حکومت اعلان کړى، چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته د قضايي خونديتوب په اړه جنجالي پرېکړه به د خلکو استازو او مشورتي لويې جرګې ته پرېږدي.

خو د ملي يووالي او د بهرنيو له اډو سره د مخالفت جبهې وياند وحيد مژده وويل، چې په ياد سند کې امريکا له افغانستان سره له ٢٠١٤ کال وروسته د هيڅ ډول همکارۍ ژمنه نه ده کړې.

د هغه په وينا، افغانان به له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليکولو پر مهال، د سيمې هېوادنو له دوښمنۍ او په هېواد کې د جګړې له ادامې پرته بل هيڅ څه لاس ته را نه وړي.

مژده زياته کړه: (( موږ له مهمو دولتي بنسټونو لکه ملي شورا د يوه ډيموکراټيک بنسټ په توګه او له هغو کسانو، چې په غير قانوني لويه جرګه کې ګډون کوي غواړو، چې که ياد سند لاسليک کړي، نو نوم بدي به يې پر ځاى پاتې شي.))

د ياد لاريون يوه بل غړي حاجي فريد وويل، چې که مشورتي جرګه تر سره شي او يا د امنيتي سند په اړه پرېکړه وشي نو د خلکو له سخت غبرګون سره به مخ شي.

هغه زياته کړه، چې د دغه سند د لاسليکولو پر مهال به خلک په لويو او پراخو لاريونونو لاس پورې کړي.

د ويلو ده، چې له دې وړاندې ځينو نورو سياسي ګوندونو او ايتلافونو، په ملي شورا کې د خلکو استازو او د مدني ټولنې ځينو بنسټونو د مشورتي لويې جرګې له رابللو سره مخالفت کړى او ويلي يې دي، چې له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليکول، د ملي شورا واک دى.

خو حکومت او د ملي شورا غړو ياد سند د هېواد په ګټه بللى او د دغه سند د لاسليکولو غوښتنه يې کړې ده.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.