ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د عالمانو د ټولنې مرستيال ووژل شو

د کندهار د عالمانو د ټولنې مرستيال ووژل شو

author avatar
11 Nov 2013 - 14:16
د کندهار د عالمانو د ټولنې مرستيال ووژل شو
author avatar
11 Nov 2013 - 14:16

کندهار (پژواک ٢٠ لړم ٩٢): د کندهار ښار په دوو جلا جلا پېښو کې يو ديني عالم او د ښځو په جامو کې يو وسله وال وژل شوي دي.

 

د مولوي عطا محمد په نوم ديني عالم نن (د لړم ٢٠مه) سهار شاوخوا لس بجې د کندهار ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د توپخانې په سيمه کې وژل شوى دى.

 

د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو موټرسايکل سپرو پر مولوي عطا محمد هغه مهال ډزې وکړې له چې له خپل کور څخه دندې ته روان و.

 

هغه زياته کړه، وسله وال تر بريد وروسته تښتېدلي خو پوليسو يې د نيول کېدو هڅې پيل کړې دي.

 

دى وايي، مولوي عطا محمد په کندهار کې د حج او اوقافو او د علماوو له شورا سره اړيکې لرلې، خو رسمي معاش يې نه درلود.

 

د کندهار د علماوو شورا مشر مولوي عبيدالله بيا وايي، مولوي عطا محمد چې پر حاجي اغا مشهور و، د عالمانو د ټولنې مرستيال او د اسلام غږ راډيو د خپروونو مسوول و.

 

وسله والو تر دې مهاله د ياد بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي، خو تر دې وړاندې په کندهار کې د علماوو تر څنګ په سلګونو قومي مشران او مخور وژل شوي، چې ډېر مهال به يې مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيست.

 

بلخوا پوليسو تېره شپه د کندهار ښار د نهمې امنيتي حوزې اړوند د تورې بورې په سيمه کې د ګزمې پر مهال يو وسله وال چې د ښځو جامې يې پر ځان وې، وژلى دى.

 

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياالدين دراني پژواک ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا دوولس بجې پوليس پر ګزمه بوخت وو، چې د ښځو په جامو او چادري کې يوه کس پر هغوى د لاسي بم بريد وکړ.

 

هغه زياته کړه، د لاسي بم په بريد کې پوليسو ته زيان نه دى اوښتى، خو د پوليسو پر ډزو دغه وسله وال وژل شوى دى.

 

د نوموړي په وينا، له وژل شوي کس څخه يوه تومانچه د پوليسو لاسته ورغلې او دغه راز د پېښې په تړاو دوه مشکوک کسان نيول شوي، چې پوښتنې ترې روانې دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.