هرات (پژواک٢٠ لړم ٩٢): د هېواد په ځينو سيمو کې ښاري کولتور له ستونزو سره مخ دى، د زورواکو له لوري ځمکې غصب شوي، چې د ښارواليو پر وړاندې يې سترې ستونزې زېږولې دي.
د غه خبرې د هرات والي فضل الله وحيدي په هرات ښار کې د هېواد د ٩ ولايتونو د ښاروالانو د پرمختګونو او ستونزو د هواري په اړه جوړه شوې غونډه کې وکړې.
وحيدي وايي، چې دغه غونډه د سيمه ييزو ارګانونو له لوري جوړه شوې، تېر کال هم د مرکزي او سوېلي ولايتونو د ښاروالانو ورته دوه غونډې د هرات ښاروالۍ په کوربه توب جوړې شوې وې، چې ښې پايلې يې درلودې.
والي د هرات د ښاروالۍ پرمختګونه د خلکو او ښاريانو د مرستې له امله بولي او زياتوي چې دغه تجربې به د نورو ولايتونو ښاروالان خپلو ښارونو ته ولېږدوي تر څو د خلکو مرسته راجلب کړي.
د هرات ښاروال محمدسليم تره کى وايي، په دې غونډه کې د باميانو، دايکنډي، بدخشان، تخار، کندوز، پنجشېر، پروان او کاپيسا د ښاروالانو ترڅنګ د يو شمېر سکتوري ادارو استازي هم ګډون لري.
تره کي پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې دوه ورځنۍ غونډه کې به د څېړنې او کتنې په دغه سفر کې د ښارواليو پر وړاندې د پرتو ستونزو او خنډونو په اړه خبرې وشي.
د تخار د مرکز تالقان ښاروال فيض محمد توحيدي خپل سفر ګټور وباله خو زياته يې کړه، چې د هرات له تجربو به په خپلو سيمو کې کار واخلي.
ده زياته کړه، د تالقان په ښار کې ٥٢ ښاري سړکونه پخېږي خو په هرات کې تيار قير شوي سړکونه خرابېږي او له سره د پخولو لپاره تياريږي، چې د هرات په سړکونو کې نيمګړتيا د دوى لپاره تجربه ده.
توحيدي زياته کړه، د هرات د سړکونو پخولو پر مهال د کاناليزاسيون او نورو ښاري خدماتو ته پاملرنه نه ده شوې، چې له امله يې د ښاروالۍ خدمات له ستونزو سره مخ شوي دي.
په هرات کې تر دې مخکې هم دوه ځلې د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د ښاروالانو ګډې غونډې جوړې شوې دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن