ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا بڼوال خپلو مڼو ته بازار غواړي

د پکتيا بڼوال خپلو مڼو ته بازار غواړي

author avatar
13 Nov 2013 - 15:42
د پکتيا بڼوال خپلو مڼو ته بازار غواړي
author avatar
13 Nov 2013 - 15:42

ګردېز ( پژواک ٢٢ لړم ٩٢ ) : دپکتيا ولايت ګڼ شمېر باغ  لرونکي وايي ، چې دوی دمڼو حاصلاتو ته مناسب مارکېټ نلري او په ډيره کمه بيه يې دننه په پکتيا او يانورو ولايتونو کې پلوري .

دغه کسان  له دولت څخه غوښتنه کوي ،چې ددوی دمڼو حاصلاتو ته دې ځانګړی مارکېټ او يانورې لارې وکتل شي ، تر څو حاصلات يې په ښه بيه وپلورل شي .

که څه هم پکتيا يوغرنی ولايت دی او ډېره ځمکه يې په ځنګلونو پوښل شوې ، خو په دې وروستيو کلونو کې ددې ولايت اوسېدونکو پام دمڼو باغونو پاللو ته اوښتی او کال په کال دغه کسب نور هم دپراخېدو په حال کې دی .

دپکتيا مرکز ګردېز اړوند دبالاده دسيمې يو تن بزګر جلال الدين  وايي ،چې ددوی مڼې يواځې په پکتيا کې خرڅېږي او بهر ته نه ځي .

دی وايي ، چې دولت بايد له دوی سره دمڼو په خرڅلاو کې مرسته وکړي، تر څو ددوی خواري عبث لاړه نشي .

هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې سږکال يې څه دپاسه يو خروار مڼې شوې دي  ، خو ټولې يې په کور کې پرتې دي ، ځکه تجاران يې په کمه بيه يو من ( اووه کيلو )  په (۱۰۰) افغانۍ ترې غواړي  ،چې داپيسې دجنراتور دتېلو لګښت هم نه پوره کوي .

ددې ولايت داحمد اباولسوالۍ يو بل بزګر فضل الرحمن هم ورته خبره کوي او وايي ،چې کال په کال په دې ولايت کې  دمڼو باغونه زياتيږي  او حاصلات يې هم ښه ديو خو دننه په هيواد او يا بهر ته لاره نلري .

نوموړی وايي : ((له دولت څخه غوښتنه کوو ،چې زموږ مڼو ته دې مار کېټ پيداکړي، تر څو له يوې خوا زموږ خواري عبث لاړ نه شي او له بلې خوا زيات شمېر نور خلک هم په دې کاراخته شي، تر څو له بې روزګارۍ څخه راوګرځي .))

له بلې خوا دکرنې دچارو کار پوهان وايي ، چې که  دولت اوبهرنۍ موسسې دپکتيا  مڼو ته يا خو مارکيټ پيداکړي اويا هم وړې وړې فابريکې جوړې کړ،، نو نه يواځې ،چې له يوې خوا به مڼو خرڅوونکو ته ګټه وي او له بلې خوا به په اقتصادباندې هم اثر ولري.

په پکتيا ولايت کې داقتصادي چارو يو کارپوه انجنير حبيب الله وايي ، چې دولت او يا شخصي  شرکتونه کولای شي ،چې دمڼو او يا نورو حاصلاتو ته وړې ،وړې فابرېکې جوړې کړي ، تر څو هغه حاصلات ،چې په دې ولايت کې راټوليږي  همدلته پروسېس  او جوس جوړ کړي .

نوموړی وايي ، چې که څه هم دغه کار په لومړيو کې ستونزې لري، خو وروسته ډيرې اقتصادي ګټې لري او نور خلک به هم دې ته زړه ښه کړي ،چې دا ډول وړې ،وړې فابريکې جوړې کړي.

له بلې خوا دپکتيا دکرنې رياست چارواکي هم وايي ،چې سږکال په پکتيا کې دمڼو حاصلات ښه وو که څه هم تراسه پورې يې دقيقه اندازه نده معلومه  ، خو دځينو اټکلونو له مخې يې حاصلات پنځه زره ټنو ته رسيږي .

ددې ولايت دکرنې ر ييس نيازمحمد لعلي ځدراڼ وايي ، چې دپکتيا دمڼو حاصلات مرکز کابل او يو شمېر نورو ولايتونو ته ځي او په ډيره کمه اندازه يې په پکتيا کې خرڅيږي .

نوموړی دبڼوالو يادې ستونزې مني او وايي ،چې دوی دمڼو دباغونو په جوړولو او پاللو کې ډېرې هلې ځلې کړي، خو  مڼو ته مارکېټ پيدا کول دمرکزي ادارې او تجارانو کار دی  .

ديادولو ده ،چې په پکتيا کې له تازه ميوو سربېره وچې مېوې هم ښه حاصلات ورکوي اوددې ميوو پالونکي هم دمارکېټ دنشتون له امله وخت په وخت شکايت کوي او وايي ،چې په کمه بيه يې حا صلات له لاسه وځي .

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.