ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نوازشريف کابل ته سفر کوي

نوازشريف کابل ته سفر کوي

author avatar
13 Nov 2013 - 19:14
نوازشريف کابل ته سفر کوي
author avatar
13 Nov 2013 - 19:14

اسلام اباد (پژواک، ٢٢ لړم ٩٢): د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، ټاکل شوې چې د دې هېواد لومړى وزير نوازشريف کابل ته سفر وکړي.

يادې څرګندونې د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې په ډاګه شوې دي.

سرچينې زياته کړې، نوازشريف به افغانستان ته د سفر پرمهال د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزو  اړيکو له خبرو سربېره، د افغان سولې پر عملي لارو چارو هم خبرې وکړي.

خو سرچينې د نوموړي د سفر کره نېټه نه ده په ډاګه کړې.

په پاکستان کې د لومړي وزير په توګه د نوازشريف د ټاکلو پرمهال ولسمشر حامد کرزي هغه ته بلنه ورکړې وه، چې افغانستان ته سفر وکړي؛ دغه راز دوه اونۍ وړاندې د لندن په درې اړخيزه غونډه کې حامد کرزي يو ځل بيا نوموړي ته د کابل د سفر بلنه ورکړه، چې د هغه له خوا ومنل شوه.

د لندن درې اړخيزه غونډه د افغانستان، پاکستان او انګلستان په ګډون د لړم په اتمه په لندن کې ترسره شوه.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند اعزاز چوهدري ويلي، چې ملا عبدالغني برادر د افغانستان د سولې په بهير کې رغنده رول لوبولو ته چمتو دى.

ده زياته کړې، چې نوموړى اوس هم په پاکستان کې دى او په ازاده توګه له خپلې کورنۍ سره اړيکې لري.

د هغه په وينا، ملا برادر د افغانستان د دولت په غوښتنه خوشې شوى دى، ترڅو د سولې بهير ګړندى شي.

 درې ورځې وړاندې (د لړم ١٩مه) د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت ويلي و، چې ملا برادر بايد په داسې توګه ازاد شي او د يوه ځانګړي ادرس لرونکى وي، چې وکولى شي د افغانستان د سولې په پروسه کې خپل رول ولوبوي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.