کابل ( پژواک ۲۳ لړم ۹۲ ) : مولوي عطاالله لودین د ننګرهار ولایت د نوي والي په توګه وټاکل شو.
د سیمییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاند تواب غورځنګ د لړم په ۲۳مه، پژواک خبري اژانس ته وویل چې ولسمشر د سیمییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړاندیز نن دیوه حکم له مخې مولوي عطاالله لودین د ننګرهار د والي په توګه ټاکلی دی.
د عبدالهادي ارغندیوال په مشرۍ د حزب اسلامي ویاند عبدالله کامه وال هم پژواک اژانس ته تایید کړه، چې مولوي عطاالله لودین د ننګرهار د والي په توګه ټاکل شوی دی.
هغه زیاته کړه چې دی اوس یواځې د حزب اسلامي غړی نه بلکې د ټولو ننګرهاریانو والي دی او ټول مشرقي لپاره به خدمت کوي.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار پخوانی والي ګل اغا شیرزی په راتلونکو ټوټاکنو کې د ولسمشرۍ لپاره ځان کاندید کړی او د ننګرهار له ولایت څخه یې استعفی ورکړې ده.
تر دې مخکې اوازه وه، چې د هلمند پخوانی والي ګلاب منګل به د ننګرهار د والي په توګه ټاکل کیږي، خو د ننګرهار دخلکو له دې سره مخالفت وکړ او غوښتنه یې وکړه، چې ننګرهاری باید د والي په توګه وټاکل شي.
مولوي عطالله لودین چې د حزب اسلامي غړی دی، اوسمهال دسولې د عالي شورا د مرستیال په توګه دنده ترسره کوله، تر دې مخکې هغه په ولسي جرګه کې دننګرهار د خلکو د وکیل په توګه هم پاتې شوی دی.
تر وکالت مخکې هغه د ننګرهار د څارنوال ، د کابل داستیناف رییس او د کابل د محاکمو د رییس په توګه هم دندې ترسره کړي دي.
هغه د ننګرهار د دیني عالم مولوي شمس الرحمن زوی او دکامې ولسوالۍ اوسیدونکی دی، لومړنۍ زده کړې یې د ننګرهار په نجم المدارس مدرسه او لوړې زده کړې یې په سعودي عربستان کې ترسره کړي دي.
نوموړي د شوروي اتحاد دیرغل پر ضد د افغانستان د خلکو د مقدس جهاد پر مهال د حزب اسلامي جهادي ډلې په ننګرهار ولایت کې قوماندان و.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن