غزني ښار (پژواک ۲۳ لړم ۹۲): د غزني د قرباغ ولسوال وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د موټر بم چاودنې دوه پوليس ټپيان کړل.
د قرباغ ولسوال فضل الرحمن نظروال پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار د دې ولسوالۍ د الوخېلو په سیمه کې پر یوې امنیتي پوستې وسله والو مخالفينو یو سرف موټر ته، چې له چاودېدونکو توکو ډک و، چاودنه ورکړه.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې دوه پولیس ټپیان شوي دي.
د هغه په وينا، دا چې چاودنه ډېره زوروره وه، نو پوستې ته يې هم زیات زیان اړولی دى.
د الوخېلو د سيمې يوه اوسېدونکي شريف الله پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د دوى په سيمه کې يوه درنه چاودنه وشوه، چې غږ يې تر لرو سيمو هم اورېدل شوى دى.
ده زياته کړه: “چاودنه دومره زوروره وه چې تر ډېره په پوسته کې دوړې او دود پورته کېده او د یو شمېر کورونو ښیښې يې هم ماتې کړې دې.”
دا چاودنه په داسې حال کېږي، چې تېره ورځ د غزني امنیه قوماندان پاسوال غلام محی الدین سروري ويلي و، چې د عاشورا د ورځې په مناسبت يې د غزني ښار په ګډون په ټولو ولسوالیو کې امنیتې تدابیر نیولی دي.
یاده دې وي، چې نن سهار پولیسو د غزني ښار په منځ کې د نجونو د لويې لېسې جهان ملکې ته څېرمه هم یو ماین کشف او وروسته يې خنثی کړ.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن