ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د ورانکارو دوولس کسيزه ډله نيول شوې

هرات کې د ورانکارو دوولس کسيزه ډله نيول شوې

author avatar
14 Nov 2013 - 16:32
هرات کې د ورانکارو دوولس کسيزه ډله نيول شوې
author avatar
14 Nov 2013 - 16:32

هرات ښار (پژواک ٢٣ لړم ٩٢): د هرات امنيتي مسوولينو د ورانکارو د يوې دوولس کسيزې ډلې د نيولو خبر ورکړ.

د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي د لړم په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، ياد کسان يې، چې په ټول هېواد کې يې جنايي جرمونه تنظيمول، نن د هرات ښار په درېيمه ناحيه کې نيولي دي.

ده زياته کړه، چې له هغوى سره د امنيتي ځواکونو د ارګانونو يونيفورمونه موجود وو، چې په غلا، انسان تښتونې او نورو ورانکارو کړنو کې يې ترې ګټه اخيسته.

نوموړي د دغو کسانو په اړه له نورو جزئياتو ورکولو ډډه وکړه، خو ويې ويل، چې نيول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړى دى.

د امنيه قوماندانۍ وياند د هرات په مرکز او ولسواليو کې د عاشورا د مراسمو د سم ترسره کېدو خبر ورکړ او ويې ويل، چې په دې ورځ هېڅ ډول امنيتي ستونزه نه ده پېښه شوې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.