کابل (پژواک ٢٥ لړم ٩٢): د کورنيو چارو وزارت، په کابل کې د مشورتي لويې جرګې د تر سره کولو په موخه له ځانګړو امنيتي تدابيرو خبر ورکړ.
ټاکل شوې، مشورتي لويه جرګه د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون پر سر د خبرو په اړه له ټول هېواد څخه د ٣زره چارواکو او د خلکو د استازو په ګډون، د لړم په ٣٠ مه کابل کې تر سره شي.
د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي، نن په خبري ناسته کې وويل، د کورنيو چارو وزارت ياد تدابير د پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت په ګډون د امنيتي ارګانونو په مرسته نيولي، ترڅو د تړون اړونده خبرې په دې جرګه کې په ارامه فضا کې تر سره کړي.
هغه په دې اړه، چې د جرګې د امنيت لپاره څومره ځواکونه په دندو ګومارل شوي دي؟ څه ونه ويل، خو زياته يې کړه، چې د مشورتي جرګې په ورځو کې به د هېواد په کچه د امنيتي ارګانونو په مرسته ټول پوليس، په ځانګړي ډول د جرګې د تر سره کولو په سيمه کې فعاليت کوي.
د کورنيو چارو وزارت وياند وويل: “د مشورتي لويې جرګې په تر سره کېدو کې به هيڅ امنيتي ګواښونه شتون ونه لري او هر ډول امکانات چې په لاس کې يې لرو، د جرګې په تر سره کولو کې به يې ونه سپموو.”
هغه څرګنده کړه، دغه تدابير په داسې حال کې تر سره کېږي، چې پوليسو د تېرې اونۍ په ترڅ کې ډېرې لاس ته راوړنې درلودې.
صديقي وويل، پوليسو د عبدالرحمن په نوم د وسله والو طالبانو يو سرګروپ، د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې نيولى دى.
دغه راز د کابل په بګراميو سيمه کې د پوليسو د عملياتو په ترڅ کې ٢٥ کيلوګرامه چاودېدونکي توکي او حضوري چمن په سيمه کې د ريموټ کنټرول يو ماين هم کشف او شنډ شوى دى.
په پغمان ولسوالۍ او پلچرخي کې هم امونيم نايټريټ او وسله تر لاسه شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وياند وويل، پوليسو په ياده موده کې يو ځانمرګى د کندوز ولايت په دشت ارچي ولسوالۍ کې وژلى او يو بل ځانمرګى يې د کندهار ولايت په سپين بولدک ولسوالۍ کې نيولى دى.
صديقي، د عاشورا ورځې د امنيتي تدابيرو په اړه هم معلومات ورکړل او ويې ويل، د عاشورا ورځ په ټول هېواد کې له کومې پېښې پرته تر سره شوه او د عاشورا ورځې د امنيت ټينګښت څرګندوي، چې امنيتي ځواکونه پياوړي شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې نن مازيګر د پوليسو د پنځمې حوزې په اړونده سيمه کې د استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مخې او د مشورتي لويې جرګې خېمې ته څېرمه، د يوه ځانمرګي بريد له امله ٢٨ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن