کابل ( پژواک ٢٥ لړم ٩٢ ) : په جلال اباد ښار کې تر غرمې مخکې د ماين په يوه چاودنه کې لس تنه ټپيان شول.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د لړم په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن تر غرمې مخکې په ١١:١٥ بجو د جلال اباد ښار د شپږم ماموريت اړونده د مولوي خالص په فاميليو کې شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې په دې چاودنه کې څلور پوليس او پنځه عام وګړي ټپيان شوي، چې روغتون ته لېږدول شوي دي.
خو د جلال اباد د ملکي روغتون يوې سرچينې پژواک اژانس ته وويل ، چې دوى ته د چاودنې له سيمې لس ټپيان راوړل شوي دي.
سرچينه زياتوي، چې په ټپيانو کې شپږ ملکي وګړي او څلور پوليس شامل دي او د دوو ټپي ملکي وګړو روغتيايي حالت داندېښنې وړ دى .
د عباس په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي پژواک اژانس ته وويل، چې چاودېدونکي توکي په يوه لاس کراچې کې ځاى پر ځاى شوي وو او کراچۍ د پولګوټي ترڅنګ درول شوې وه.
د هغه په وينا، د چاودنې له امله د پوليسو رېنجر او د ملکي وګړو يو سراچه موټر زيانمن شوى دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن