مزارشريف (پژواک ٢٦ لړم ٩٢): د بلخ مرستيال والي نن تر غرمې مخکې له يوه ځانمرګي بريده روغ وتلى، خو په دې پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمن رحيمي د لړم په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ځانمرګى بريد نن له غرمې مخکې په ١١ بجې او ١٥ دقيقو وشو.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګي بريدګر د مزار شريف د کارته اريانا په سيمه کې د مرستيال والي ظاهر وحدت له موټر سره نږدې ځان ته چاودنه ورکړې ده.
د رحيمي په وينا، مرستيال والي له بريده روغ وتلى، خو موټر يې ويجاړ او دوه ساتونکي يې ټپي شوي دي.
امنيه قوماندان دغه راز وويل، چې په دې پېښه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او دو نور ژوبل دي.
د فيض الله په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي او عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې ځانمرګى بريد کوونکى پلى و او په سيمه کې د استاد وجدان په نوم د يوه ښوونځي مخې ته ولاړ و.
هغه زياته کړه: ((هغه په دې انتظار و، چې د کوم چارواکي موټر راشي، کله چې د والي د مرستيال موټر ور ورسېد، نو ده د منډې هڅه وکړه، چې ځان ورسره وجنګوي، خو پښه يې په وياله کې بنده او چاودنه رامنځته شوه چې له همدې امله مرستيال والي ته کوم زيان ونه رسېد.))
تر اوسه د دغه ځانمرګي بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
پرون په کابل کې د استاد برهان ا لدين رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون مخې ته د لويې جرګې د خېمې په څو مترۍ کې هم د يوه ځانمرګي بريد له امله نږدې ٣٠ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکه اداره د ايدې پېښې پخلى کوي او غندي يې.
د دې ادارې له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه بريد د کابل تر بريد يوه ورځ وروسته په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د مشورتي لويې جرګې جوړېدو ته کمې ورځې پاتې دي او مخالفين په دې توګه غواړي، چې د ثبات په اړه خلک اندېښمن کړي.
د سيمه ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې ويلي: ((په ولايتونو کې حکومتوالي په بشپړه توګه ټينګه ده او امنيتي ځواکونه د مخالفينو د دا ډول عملونو مخه نيولی شي. دا اداره ولس ته ډاډ ورکوي، چې داسې بريدونه به د هېواد او خلکو د خدمت لپاره زموږ د زړورو مامورانو د خدمت تعهد بدل نه کړي.))
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن