ښرنه ( پژواک ٢٦ لړم ٩٢ ) : د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ ديوه ښوونځي مخې ته چاودنې درې زده کوونکي ټپيان کړي دي.
د پکتيکا د والي وياندمخلص افغان د لړم په ۲۶مه ،پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه ، نن غرمه مهال د يادې ولسوالۍ په بازارکې د يوې لېسې مخې ته په يوه دوکان کې وشوه.
هغه زياته کړه چې ، چاودنه د لېسې درخصتۍ پر مهال وشوه، چې له امله يې درې تنه زده کوونکي ټپيان شول.
دافغان په خبره، د ټپي زده کوونکو عمرونه د ۱۵ او ۲۰ کلونو ترمنځ عمرونه لري،چې اوس مهال تر درملنې لاندي دي.
دوالي ویاند دغه چاودنه دپوهنې د دښمنانو کار وباله.
د وسله والو طالبانوو وياند ذبيح الله مجاهد د چاودنې مسووليت منلى او دعوه کوي چې په چاودنه کې شپږو پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
مجاهدادعا کوي چې زده کوونکي له چاودنې وروسته د پوليسو په ډزو ټپيان شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن