چغچران (پژواک ٢٦ لړم ٩٢): امنيتي چارواکو په غور ولايت کې د اتو وسله والو د وژلو خبر ورکړى، خو وسله وال طالبان بيا ادعا کوي چې مقابل لوري ته يې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
دغور امنيه قوماندان سمونوال دلاور شاه دلاور پژواک خبري اژانس ته وويل، يوه ډله وسله وال طالبان، چې شمېر يې له سلو تنو ډېر و، تېره ورځ يې په چهارسده ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستو بريد وکړ، خو شا ته وتمبول شول.
ده زياته کړه، چې په دې پېښه کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
سمونوال دلارو وويل، چې د پسابند ولسوالۍ په صدبرګ سيمه يې هم د وسله والو طالبانو يو بريد پر شا تمبولى او څلور وسله وال طالبان په کې وژل شوي، چې وسلې او موټرسايکلونه يې هم د پېښې په ساحه کې پاتې دي.
د امنيه قوماندان په خبره، په دغو نښتو کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى رسېدلى او د وسله والو طالبانو مړي له تکفين وروسته د سپين ږيرو په وسيله د هغوى خپلوانو ته سپارل شوي دي.
خو طالبان وياند قاري يوسف احمدي ادعا کوي، چې په دغو بريدونو کې يې دولتي ځواکونو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.
ده د يادې مرګ ژوبلې کره شمېره ونه ښوده، يواځې د دوو طالبان وژل کېدل يې ومنل.
د غور امنيه قوماندان وويل، چې دا جګړه د طالبانو د نومول شوي والي ملا احمدشاه له خوا په چهارسده ولسوالۍ کې مخته وړل کېده او په دې وروستيو کې د پاکستاني طالبانو يو قوماندان د غور ولايت د شهرک ولسوالۍ سرتايله سيمې ته راغلى و، چې د طالبان غړي او وسلې يې راجستر کولې.
د ويلو ده، چې په دې وروستيو کې د فارياب والي محمدالله بتاش هم ويلي وو، چې د وسله والو طالبانو يو پلاوى د دغه ولايت غورماچ ولسوالۍ ته هم د وسله والو د وسلو د راجستر، پيسو وېشلو او د المار بند او حلقوي سړک د پروژو بندولو په موخه ورغلى و.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن