ګردېز (پژواک ٢٦ لړم ٩٢) : د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ملي پيوستون پروګرام په چوکاټ کې لس کوچنۍ بېلابېلې پروژې بشړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د ياد پر ګرام د چارواکو په خبره، په دغو پروژو کې پنځه مېلمستونونه، د کليوالي لارو جغل اندازي، استنادي دېوال او په کليو کې د اوبو لپاره ويالې، پلونه او پلچکونه شامل دي.
د پکتيا د کليو پراختيا او بيا رغونې د انجنيرۍ لوی مدير انجنير نظير منګل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پروژې يې د ملي پيوستون د پروګرام له لوري د مرکز ګردېز اړوند په بېلابېلو کليو کې د جوړو شوو سميه ييزو شوراګانو په خوښه او غوښتنه پلې کړې دي .
نوموړي زياته کړه، چې د دغو پروژومالي لګښت د درې ميليونه افغانيو په شاوخوا کې دی چې په وينا يي شاوخوا ۱۷۰۰ کورنۍ به ورڅخه ګټه واخلي.
له بلې خوا د سيمې اوسېدونکي د ملي پيوستون له کارونو خوښ برېښي او وايي چې د دغو پروژو په بشپړېدو سره به د سيمې د اوسېدونکو شته ستونزې تر يوه ځايه هوارې شي.
د ګردېز ښار د شکرخېلو سيمې يو اوسېدونکی نورالرحمن وايي: ((موږ د ملي پيوستون پرګرام له کارونو خوښ يو او تر يوې اندازې پورې يې په کليو او بانډو کې زيات کارونه کړي دي .))
نوموړی وايي، دغه کارونه د دوی لپاره کافي نه دي او بايد نور کارونه که د همدغه پرګرام او يا د نورو ادارو له خوا وي، ترسره شي.
په پکتيا کې د کليو پراختيا او بيارغونې رياست چارواکي وايي، د ملي پيوستون پروګرام د دغه ولايت په ډېرو ولسواليو کې پلى شوی او په راتلونکي کال کې به هم د دغه پروګرام دويم پړاو په ځينو ولسواليو او مرکز ګردېز کې پيل شي او د جوړو شوو سيمه يیزو شوراګانو په خوښه به دې ته ورته نورې پروژې پلې کړي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن