ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون طرحه دې  ژر ملي شورا ته واستول شي”

“اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون طرحه دې ژر ملي شورا ته واستول شي”

author avatar
19 Nov 2013 - 18:56
“اطلاعاتو ته د لاسرسۍ قانون طرحه دې  ژر ملي شورا ته واستول شي”
author avatar
19 Nov 2013 - 18:56

کابل (پژواک ٢٨ لړم ٩٢): د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ اداره (نى) د ټاکنو په رانېږدې کېدو سره،اطلاعاتو ته د لاسرسي  قانون درلودل جدي اړتيا بولي او له حکومته غواړي چې ډېر ژر د ياد قانون مسوده، ملي شورا ته واستوي.

د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې مشر صديق الله توحيدي نن په کابل کې خبريالانو ته    وويل د ياد قانون مسوده، چې د وزيرانو شورا له لوري تصويب شوې، بايد ډېر ژر ملي شورا ته واستول  شي، تر څو د ملي شورا له ژمنيو رخصتيو وړاندې تصويب شي.

هغه زياته کړه:” زما باور دادى، چې په راتلونکي کال کې د ټاکنو په رانيږدې کېدو سره، اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق قانون ته هم په رسنيو کې او هم له رسنيو باندې اړتيا ليدل کېږي.” 

ټاکل شوې، د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦ مه تر سره شي.

د توحيدي د معلوماتو له مخې، اطلاعاتو ته د لاسرسي د حق قانون د طرحې له مخې، دولتي ادارې مکلفي دي، چې د معلوماتي بانک يو دفتر ولري، تر څو ټول خبريالان يې له  لارې اړين معلومات او شمېرې تر لاسه کړي.

د ياد قانون طرحه شاوخوا دوه کاله وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ځينو مدني بنسټونو له لوري چمتو شوه او له هغه وروسته عدليې وزارت ته وسپارل شوه.

توحيدي وويل، چې د وزيرانو شورا ياده مسوده تېره مياشت لاسليک کړه او درې کسيز کميسيون ته يې دنده وسپارله، چې د دې طرحې  په ځينو مادو کې تعديلات راولي او له هغه وروسته يې ملي شورا ته ولېږي.

خوهغه وويل،چې  موظف کميسيون تر دې مهاله د نامعلومو دليلونو له مخې پر دغې مسودې کار نه دى کړى.

توحيدي زياته کړه، تر ډېره بريده څوک دې ته چمتووالى نه ښيي، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو په اړه مهم معلومات، چې ډېر اړين او اغېزمن دي، خلکو او خبريالانو ته ورکړي، نو له دې امله ملي شورا بايد دغه کار ته پاملرنه ولري او له ژمنۍ رخصتۍ وړاندې ياده مسوده لاسليک کړي.

دغه راز هغه په نننۍ خبري ناسته کې له خبريالانو او رسنيو وغوښتل، چې د هېواد ملي ګټو ته زيان اړونکي او هغه راپورونه چې په هېواد کې د تاوتريخوالي لامل ګرځي، خپاره نه کړي.

هغه وويل: ” بايد د سياسي ډلو د لاس اله ونه اوسو، د پروګرامونو په خپرولو کې بايد توازن رعايت کړو ؛ امکان  لري چې يوه کوچنۍ تېروتنه د لويې شخړې سبب شي.”

توحيدي همدرانګه په ياده ناسته کې، په ننګرهار کې د همېشه بهار راډيو په ودانۍ باندې د وسلوالو کسانو بريد وغانده او ويې ويل: ” په روان کال کې نه يوازې دا چې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالى نه دى کم شوى، بلکې ډېر شوى هم دى.”

دغه بريد پرون شپه تر سره شوى، خو چا ته پکې زيان نه دى اوښتى.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.