ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د فراه زندان د بنديانو د اعتصاب کوونکو شمېر له شلو نه ١٦٧ تنو ته لوړ شو

د فراه زندان د بنديانو د اعتصاب کوونکو شمېر له شلو نه ١٦٧ تنو ته لوړ شو

author avatar
19 Nov 2013 - 14:23
د فراه زندان د بنديانو د اعتصاب کوونکو شمېر له شلو نه ١٦٧ تنو ته لوړ شو
author avatar
19 Nov 2013 - 14:23

فراه ( پژواک ٢٨ لړم ٩٢): د فراه زندان د بنديانو د نه خوړو اعتصاب يولسمې ورځې ته وغځېد او له تېرو درېيو ورځو راهيسې د اعتصاب کوونکو شمېر له شلو نه ١٦٧ تنو ته لوړ شوى دى.

د فراه زندان ١٨ نارينه او دوو ښځينه بنديانو د لړم په ١٨مه د  نه خوړو اعتصاب پيل کړ او ١٨ نارينه بنديانو يې خپلې خولې هم وګنډلې.

د سيمه ييزو چارواکيو په وينا، يادو شلو اعتصاب کوونکو ويل، چې  د تېر لوى اختر په مناسبت د بنديانو د عفوې د  فرمان له مخې بايد خوشې شوي واى.

د فراه زندان مدير ډګروال عبدالقيوم عظيمي نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې يادو دوو ښځينه بنديانو څو ورځې مخکې خپل اعتصاب مات کړ، خو د لړم له ٢٥ مې راهيسې د جنايي جرمونو اړوند بلاک ١٤٩ نور بنديان هم له پخوانيو اعتصاب کوونکو سره ملګري شوي دي.  

هغه وايي، چې له اعتصاب کوونکو څخه ٢٢ تنو خولې ګنډلې دي ، خو دوى ته د اعتصاب کوونکو روغتيايي حالت ځکه نه معلوميږي، چې زندانيان ياد شوي بلاک ته د ورتګ اجازه نه ورکوي.

د فراه د والي مرستيال محمديونس رسولي وايي، چې دوه ورځې مخکې د ولايتي شورا او د فراه د حکومتي ادارو له استازو جوړ پلاوى زندان ته ورغى ، خو زندانيانو ياد شوي بلاک ته د ورتګ اجازه نه وه ورکړې.

خو د هغه په وينا،د اعتصاب کوونکو روغتيايي حالت ښه دى، ځکه چې له اعتصاب مخکې يې له ځان سره خوراکي توکي زېرمه کړي دي .

په فراه کې “د هېواد ادبي مرکې” په نوم د شاعرانو د ټولنې مشر عبدالودود همت هم  وايي، تېره ورځ دى د دې  ټولنې له يوه پلاوي سره د فراه زندان ته ورغى .

هغه وايي، چې زندانيانو بلاک ته د ورتګ اجازه ور نه کړه، خو استازو يې له پلاوي سره د زندان په انګړ کې  وکتل.

د ده په وينا، د زندانيانو د استازو روغتيايي حالت ښه ښکارېده او غوښتنه يې کوله، چې له کابل څخه با صلاحيته پلاوى ورشي ، تر څو دوى ورسره د خپلو ستونزو  په اړه خبرې وکړي.

خو د فراه د والي مرستيال د اعتصاب کوونکو غوښتنه غيرقانوني بولي او وايي، له سترې محکمې يې غوښتي چې د ستونزې د حل لپاره فراه ته پلاوى واستوي.

هڅه مو وکړه ، چې په دې اړه د سترې محکمې له چارواکيو سره اړيکه ټينګه کړو ، خو په کابل کې د رخصتۍ له امله مو ورسره اړيکه ټينګه نه شواى کړاى .

د فراه زندان ١٨٢ زندانيانو د روان کال د وږي په مياشت کې هم د پنځو ورځو لپاره  د نه خوړو اعتصاب کړى و، چې له کابل څخه د ورغلي پلاوي په هڅو پاى ته ورسېد.

دغو زندانيانو هم ويل ، له دې امله يې اعتصاب کړى، چې د بند مودې د تخفيف له فرمان څخه محروم شوي او دوسيې يې نه څېړل کيږي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.