ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پرهمېشه بهار راډيو بريد وشو

پرهمېشه بهار راډيو بريد وشو

author avatar
19 Nov 2013 - 14:03
پرهمېشه بهار راډيو بريد وشو
author avatar
19 Nov 2013 - 14:03

جلال اباد (پژواک ٢٨ لړم٩٢) : ناپېژاندو وسله والو په جلال اباد ښار کې د هميشه بهار په نامه پر يوې سيمه ييزې راډيو بريد کړى ، د کارکوونکو د وهلو ترڅنګ يې وسايلو ته هم زيان اړولى دى.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار وخته په جلال اباد ښار کې د همېشه بهار په نوم د يوې سيمه ييزې راډيو پر دفتر ناپيژانده وسله والو بريد کړى، چې د يادې راډيو مسوول او ددفتر ساتونکى يې وهلي او ګواښلي دي.

هغه زياته کړه، چې د ولايت مقام له دې موضوع خبر شوى او والي مولوي عطاء الله لودين مرستيال والي ته دنده سپارلې ، څو دا موضوع په جدي توګه وڅېړي.

عبدالزي وويل، چې د ننګرهار ولايت مقام ياد عمل په کلکه غندي او ډېر ژر به يې عاملين ونيول شي او د قانون منګولو ته به وسپارل شي.

د همېشه بهار راډيو مسوول  صحبت الله انتظار پژواک اژانس ته وويل ، چې نن سهار يو شمېر نامسوولو وسله والو د دوى د دفتر دروازې  ماتې کړې او پر دوى يې ډزې  وکړې او وروسته يې وهلي ډبولي دي.

هغه زياته کړه : (( زموږ د دفتر ګارډ  يې وواهه، سر يې هم پرې مات کړ او زه يې هم د ټوپکو په کونداغونو ووهلم.))

نوموړى وايي، چې له تېرو څو ورځو راهيسې يې دفتر ته شپه پاڼې هم غورځول شوي، چې پکې دوى ته ګواښ شوى ، که چېرې له دې ځايه خپل دفتر لرې نه کړي ، نو له فزيکي برخورد سره به مخ شي.

انتظار وايي ، يو شمېر کسان يې پکې پېژندلي هم دي او داسې اټکل کوي ، چې د ننګرهار د ولايتي شورا د يوه وکيل کسان دي.

د همېشه بهار راډيو مسوول ددغه وکيل نوم په ډاګه نه کړ، خو پر چارواکو يې غږ وکړ، چې ياده موضوع دې وڅېړي او هغه اشخاص چې پر دوى يې بريد کړى د قانون منګولو ته وسپاري.

بلخوا د ختيځې سيمې د ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکې ټولنې منشي رحمت الله زيارمل د همېشه بهار پر راډيو بريد د بيان پر ازادۍ بريد ګڼي او دا عمل يې د ټولو قوانينو خلاف عمل وګاڼه.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورنالېستانو خپلواکه ټولنه دغه بريد  په کلکه غندي او له حکومته غواړي ، چې عاملين يې ژر تر ژره ونيسي.

د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيار حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته ياد پېښه تاييد کړه او ويې ويل ، چې د پېښې سيمې ته يې د پلټنې ډله تللې او په اړه يې پلټنې روانې دي.

دا لومړى ځل نه دى، له دې وړاندې د ملي امنيت ځواکونو له لوري په ننګرهار کې يو شمېر خبريالان وهل شوي وو.

بلخوا دسوېلي اسيا د خپلواکو رسنيو ټولنې ( سفما) پر يادې راډيو بريد غندلى او له چارواکو يې غوښتي ، چې دا پېښه په جدي توګه وڅېړي.

په افغانستان کې د سفما مشر محمد ضيا بوميا دغه ډول کړنې په سختو ټکو غندي او ياد عمل د بيان ازادۍ پر وړاندې جدي خڼد بولي.

 همداراز افغانستان دژورنالستانو خپلواکې ټولنې په هغه خبر پاڼه کې ، چې پژواک خبري اژانس ته يې راستولي ده په ننګرهار کې د هميشه بهار پر راډيو وسله وال بريد په کلکو ټکو کې غندلى دى.

 دغه راز يې ياد بريد د افغانستان له اساسي قانون او د دغه قانون په رڼا کې د بیان د ازادۍ له مهم مدني ارزښت نه څرګنده سرغړوونه بللي ده.

 د افغانستان د ژورنالستانو خپلواکه ټولنه زياته وايې، چې دغه بريد  په حقیقت کې په هیواد کې د ازاد ژورنالیزم او ازادو رسنیوپه وړاندې د زیاتیدونکو ګواښونوتر ټولو کرغیړنه بڼه او په عین حال کې یوه داسې پیکه بیلګه ده چې  د بیان له ازادۍ نه د ننګرهار د ولایتي ادارې د ملاتړ قانوني ژمنتیا له لوی ازمیښت سره مخامخ کړې ده.

 همدار راز د ژورنالستانو دملي اتحاديي لخوا پژواک ته په راستول شوي خبرپاڼه کې هم دغه بريد په سختو ټکو کې غندل شوى دى.

 سرچينه زياته وي چې د ژورنالستان دغه اتحاديه د يادي پيښې دعاملينو دنيولو غوښتنه کړې ده .

ياده دې وي ، چې د همېشه بهار راډيو په دفتر کې د خورشيد او ژوندون تلويزيونونو سيمه ييزې خپرنيزې دستګاه وې هم نصب دي ، چې له راډيو سربيره د دواړو تلويزيونونو خپرونې بندې دي.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.