جلال اباد(پژواک، ٢٨ لړم٩٢): د ننګرهار او لغمان ولايتونو په بېلابېلو امنيتي پېښو کې ١٣ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې د شخصي شخړې له امله شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي د لړم په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار د شېرزادو ولسوالۍ په خان کلا سيمه کې د دوو کورنيو تر منځ د ماشومانو پر سر نښته رامنځته شوې وه.
هغه زياته کړه ، چې ددې نښتې په پايله کې ديوې حامله دارې ښځې په ګډون دوه تنه وژل شوي او څلور نور ژوبل دي.
عبدالزى وايي، چې امنيتي ځواکونو د يادې مرګ ژوبلې په تور يو تن له يو ميل تومانچې سره يوځاى نيولى دى.
د خوګياڼو د روغتون امر ډاکټر نوراغا پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دوى ته د پېښې له سيمې څلور تنه ور وړل شوي وو، چې دوو تنو يې په لار کې خپل ژوند له لاسه ورکړى و.
نوموړى زياتوي ، چې په وژل شويو کې يې يوه حامله داره ښځه او يو سړى شامل دي.
ډاکټر نوراغا وايي، چې يوه ماشومه او يوبل سړى ټپيان دي ، چې د عامې روغتيا روغتون ته يې انتقال کړي دي.
همداراز عبدالزى وايي، چې نن سهار د بټي کوټ ولسوالۍ په شش خېلو سيمه کې د افغان ځانګړو ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات شوي ، چې په پايله کې يې دوه تنه وژل شوي دي.
د يوه بل خبر له مخې ، دولتي چارواکي وايي ، چې د لغمان په دولت شاه ولسوالۍ کې د يوې نښتې پر مهال څلور وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
د والي وياند سرحدي ځواک پژواک ته وويل، چې تېره شپه ناوخته ددولت شاه ولسوالۍ په بانډه سيمه کې د ملي ځواکونو د عملياتو پر مهال د خان محمد نظامي په نامه د وسله والو مخالفينو د يوه مشهور قوماندان په ګډون څلور وسله وال وژل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې په دې نښته کې يو وسله وال په ټپي حالت کې ژوندى نيول شوى او د ملي اردو يو سرتېرى وژل شوى او بل ټپي دى.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن