ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غزني  ښار کې ٧٠٠٠ کورنيو ته  برېښنا ورکول کيږي

په غزني ښار کې ٧٠٠٠ کورنيو ته برېښنا ورکول کيږي

author avatar
19 Nov 2013 - 17:04
په غزني  ښار کې ٧٠٠٠ کورنيو ته  برېښنا ورکول کيږي
author avatar
19 Nov 2013 - 17:04

غزني ښار(پژواک، ۲۸ لړم ۹۲):چارواکي وايي، چې د غزني په ښار او اړوندو سيمو کې به د ٢٠١٣ کال په وياړ ٧٠٠٠ کورنيو ته ٢٤ ساعته برېښنا ووېشي.

په ٢٠٠٧ کال کې د اسلامي هيوادنو د کولتور د وزيرانو د پرېکړې له مخې، په ٢٠١٣ کال کې غزني ښار د اسلامي تمدن پلازمېنه نومول کيږي.

د غزني د برېښنا رييس انجنير جان محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې پروژه ٤٥٠ ميليونه افغانۍ لګښت راغلى .

 هغه زياتوي، له پخوا يې د اوبو او انرژۍ له وزارت سره د برېښنا د کمښت ستونزه شريکه کړه وه، چې اوس د دې وزارت له لوري ورته د ٤،٥ ميګاواټه برېښنا اسانتيا ورکړل شوې ده.

 د برېښنا رييس وايي، ماشينونه يې ځاى پر ځاى کړي او د غزني ښار اړوندو سيمو ته يې برېښنايي مزي هم غځولي، چې ډير ژر به يې د برېښنا وېش هم پيل کړي.

 دنوموړي په وينا، دغه برېښنا به د ښاري سيمو تر څنګ د خشيک، قدم کلا،روضې،اميرمحمد خان کلا او خواجه بقال سيمو کې هم ووېشي.

 هغه زياته کړه، اوسمهال د غزني ښار ٤٣٠٠ کورنۍ برېښنا لري، چې د نوي ډيزلي برېښنا له وېشلو سره به د کورنيو شمېره ١١٠٠٠ ته لوړه شي او په ډيرى سيمو کې به د برېښنا د نشت ستونزه راکمه شي.

  د غزني د برېښنا رييس زياتوي،په غزني کې هر کيلواټ برېښنا ٤٥ افغانۍ ده او که د تېلو بيه ټيټه شي په هماغه تناسب به د برېښنا په بيو کې هم ټيټوالى راولي.

 د انجنير جان محمد په وينا، دوى له خلکو په لومړى سر کې ٤٥٠٠ افغانۍ اخلي او په بدل کې يې کورونو ته مزي غځوي او ميټرونه ورکوي، د ده په وينا، د برېښنا په اخيستلو کې د خلکو لېوالتيا کمه ده سره له دې چې اړتيا هم ورته لري.

هغه له خلکو غوښتنه وکړه، چې له دولتي برېښنا کار واخلي ځکه په هغو سيمو کې چې دولتي برېښنا نشته خصوصي شرکتونه پر خلکو هر کيلواټ برېښنا په ٦٥ افغانۍ پلوري.

 د برېښنا رييس زياته کړه، د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د وارداتي برېښنا ژمنه هم ورسره شوې،چې اوسمهال يې په پروژه باندې کار روان دى که وارداتي برېښنا ورکړل شي، نو قيمتونه به يې ٩٠ سلنه راټيټ شي.

  د ده په خبره، دا ډيره لويه پروژه ده ، داچې دکابل_ غزني ترمنځ د لويې لارې امنيت خراب دى، نوځکه يې د پايو د نصبولوکارونه په ټپه ولاړ دي په دې برخه کې بايد امنيتي ځواکونه مرسته وکړي.

هغه وايي، که د ميدان وردګو اوسيدونکي د وارداتي برېښنا په خوندي ليږد کې مرسته وکړي نو د غزني تر څنګ به د ميدان وردګو خلک هم له وارداتي برېښنا برخمن شي.

 د دې پروژې په بشپړيدو د غزني ښاريان هم خوښ دي، د ښار يو تن اوسېدونکی نجيب الله پژواک ته وويل،د غزني ښار اوسېدونکى برېښنا ته ډير اړتيا لري او دا اړتيا يې بايد ژر تر ژره پوره شي.

هغه زياتوي، همدا اوس داسې کسان شته، چې غواړي صنعتي فابريکې جوړې کړي، خو د برېښنا د کمښت له امله کار ته زړه نه ښه کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.