ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې ترافيکي پېښې له پنځو تنو ژوند واخيست

په کندوز کې ترافيکي پېښې له پنځو تنو ژوند واخيست

author avatar
19 Nov 2013 - 18:16
په کندوز کې ترافيکي پېښې له پنځو تنو ژوند واخيست
author avatar
19 Nov 2013 - 18:16

کندوز (پژواک ٢٨ لړم ٩٢): په کندوز ولايت کې د ټرافيکي پېښې له امله ، د يوې کورنۍ پنځو غړو  ژوند له لاسه ورکړ  او پنځه نور ټپيان شول.

  د کندوز د ترافيکي پېښو امر سمونيار ښايسته ګل پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه پېښه تېر ماښام ، د کندوز-شېرخان بندر پر لويه لاره له باروړونکي موټر سره د  شخصي کرولا موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

هغه وايي،چې په دې پېښه کې له  مړو شويو کسانو څخه يوه يې ښځه ده.

  ښايسته ګل ، د درېيو ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بولي او وايي ، چې دغه ټکر د کرولا چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته شوى دى.

د کندوز حوزوي روغتون مشر ډاکټر عبدالقدوس مياخېل وايي،چې دوه ټپي ماشومان روغتون ته وروړل شوي ، چې يو يې له درملنې وروسته رخصت شوى او دوهم يې تر درملنې لاندې دى.

د ګل رحيم په نوم د پېښې د قربانيانو له خپلوانو يو تن وايي،چې په پېښه کې وژل شوي او ټپيان د يوې کورنې غړي وو، چې  په کندوز ښار کې د واده په مراسمو کې له ګډون وروسته د امام صاحب ولسوالۍ شېرخان بندر ته روان وو.

د کندوز د ترافيکي پېښو امر د نورو جزيياتو له ورکولو پرته وويل، چې  په دغه ولايت کې د تېر کال په پرتله ترافيکي پيښې پنځوس سلنه کمې شوې دي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.