ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د همېشه بهار پر راډيو بريد کومه سياسي بڼه نه لري

د همېشه بهار پر راډيو بريد کومه سياسي بڼه نه لري

author avatar
21 Nov 2013 - 19:22
د همېشه بهار پر راډيو بريد کومه سياسي بڼه نه لري
author avatar
21 Nov 2013 - 19:22

  جلال اباد (پژواک٣٠ لړم٩٢): د ننګرهار چارواکي وايي، چې د همېشه بهار پر  راډيو وسله والو بريد نه دى کړى، بلکې د راډيو د کارکوونکو او يو تن ځايي استوګن ترمنځ د خځلو پر سر د لفظي شخړې له امله رامنځته شوې پېښه وه او کومه سياسي بڼه نه لري.

 دوه ورځې وړاندې د همېشه بهار راډيو يو شمېر کارکوونکي د څو کسانو له لوري وهل شوي وو.

 د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې د پېښې په لومړۍ ورځ د ننګرهار والي مولوي عطاءالله لودين په لارښوونه، د دې ولايت کشفي ادارو د استول شوي پلاوي څېړنو ښودلې، چې پر همېشه بهار راډيو کومې وسله والې ډلې بريد نه دى کړى، بلکې د همېشه بهار راډيو د څوکيدار رسول خان او د همدې راډيو د ګاونډي کور څښتن ضابط خان ترمنځ د خځلو د اچولو پر سر لفظي شخړه وه، چې وروسته په اخ وډب بدله شوې ده.

 هغه زياتوي،په پېښه کې امنيتي ادارو په وخت اجراات وکړل او له دواړو لورو څخه يې پوښتنې پيل کړې.

 نوموړي زياته کړه، تېره ورځ د ولايت د مرستيال محمدحنيف ګرديوال سره د رامنځته شوې پېښې د څېړنې په دوهمه ناسته کې د دې ولايت د ژورناليستيکو ټولنو مسوولينو امنيتي ارګانونو ته مراجعه وکړه او ورڅخه يې وغوښتل، داچې دغه ستونزه کومه سياسي بڼه نه لري، نو دوى به يې د خبرو له لارې حل کړي.

 د والي وياند وړاندې وايي: ((نن د يو شمېر ژورناليستيکو ټولنو په منځګړيتوب سره د دواړو خواوو په منځ کې جرګه وشوه او ستونزه يې حل کړه.))

 نوموړى وايي، جرګې ولايت مقام ته خپله پرېکړه وسپارله، چې په کې د همېشه بهار راډيو د کارکوونکو او د کور د څښتن ترمنځ د شوې روغې او پخلاينې موضوع  او د دواړو لورو ليکلى رضايت شامل دى.

 نوموړى زياتوي، ولايتي اداره که څه هم د همېشه بهار راډيو کارکوونکو ته د پيدا شوې ستونزې حل په موخه د جرګې پرېکړې ته درناوى لري، خو ټينګار کوي چې د پېښې نور اړخونه به د کشفي ادارو له خوا وڅېړل شي.

 د ننګرهار ولايتي اداره په دې ولايت کې د رسنيو فعاليت  ته د زمينو برابرولو او د ژورناليستانو د ژوند خونديتوب او پر وړاندې يې د هر ډول پرتو او پيدا کېدونکو ستونزو حل ته خپله ژمنتيا يو ځل بيا څرګندوي.

 د ختيځې سيمې ليکوالو او ژورناليستانو خپلواکې ټولنې مشر پوهندوى لعل پاچا ازمون د يادې جوړې په اړه خوښي وښوده او زياته يې کړه، چې يادې پېښې کومه سياسي بڼه نه لرله.

 ده وويل: ((د خوښۍ خبره خو دا ده چې دا ستونزه د خبرو له لارې هواره شوه.))

 دى وايي، ټولنه يې تل له نورو ادارو سره په تفاهم هغه ستونزې چې ژورناليستانو او ژورناليستيکو ټولنو ته ورپيښېږي، په شريکه هواروي.

 

Visits: 10

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.