ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل نن د مشورتي لويې جرګې کوربه دی

کابل نن د مشورتي لويې جرګې کوربه دی

author avatar
21 Nov 2013 - 17:56
کابل نن د مشورتي لويې جرګې کوربه دی
author avatar
21 Nov 2013 - 17:56

 کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩٢): د کابل ښار به نن ته د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي تړون د لاسليک پر سر د خبرو په اړه د لويې جرګې کوربه وي.

د يادې جرګې د تر سره کولو لپاره، چې شاوخوا ٢٥٠٠ کسان به پکې ګډون وکړي، اړين چمتووالى نيول شوى دى.

په دې جرګه کې به د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړي، عالمان، قومي مشران، ښځې، د مدني ټولنې غړي، د کوچيانو او معلولينو استازي، سوداګر او صنعتکاران، حقوق پوهان، واليان، د ولسمشرۍ کانديدان او له بېلابېلو هېوادونو څخه د کډوالو استازي او د نورو بېلابېلو کټګوريو کسانو په ګډون، چې يادې جرګې ته رابلل شوي، ګډون وکړي.

د يادې جرګې لويه کټګورۍ، قومي مشران او مخور جوړوي، چې د هېواد له هر اداري واحد(ولسواليو او ناحيو) څخه پکې ګډون کوي او شمېر يې ٥٣٢ تنو ته رسيږي.

د مشورتي لويې جرګې د چمتووالي کمېسيون وايي، دغې جرګې ته ټول چمتوالى نيول شوى او له ټولو ولايتونو او هېوادونو څخه په جرګه کې ټول ګډون کوونکي، کابل ته رارسېدلي دي.

د دغه کمېسيون وياند عبدالخالق حسيني پشه يي پژواک خبري اژانس ته وويل: ” موږ د مشورتي لويې جرګې د تر سره کولو لپاره ټول تيارى نيولى او کوم ډول ستونزه شتون نلري.”

هغه زياته کړه، ياده جرګه پنځوس کمېټې لري او ټولو ګډونوالو ته د امنيتي سند متن په واک کې ورکول کېږي او بيا به په ټولو کمېټو کې پرې خبرې اترې کېږي.

 پشه يي زياته کړه، د مشورتي لويې جرګې مشر او د مشرتابه پلاوي غړي به د جرګې د چارو له پيل وروسته، په لومړي سر کې غوره شي.

 پشه يي وويل، ياده جرګه به تر څلورو ورځو پورې دوام وکړي او پکې به له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليکولو په اړه خبرې اترې وشي.

 افغانستان او امريکا د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې د امنيتي سند د لاسليک په اړه، چې له ٢٠١٤ زېږديز کال وروسته د امريکايي ځواکونو د شتون څرنګوالى ښيي، خبرې کړې دي.

 په دې وروستيو کې دواړه هېوادونه د ياد هوکړه ليک په اړه مهمو مسايلو ته رسېدلي، خو افغان حکومت غواړي، چې په افغانستان کې امريکايي ځواکونو ته د قضايي خونديتوب په اړه جنجالي پرېکړه د خلکو استازو او مشورتي لويې جرګې ته وړاندې کړي.

 پر دې سربېره يو شمېر خلک، بنسټونه، سياسي او مدني اړخونه او د لويې جرګې ګډونوال په اوسنيو حالاتو کې له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليک د افغانستان لپاره يوه اړتيا بولي، خو ځينو نورو بيا د ياد تړون له لاسليکولو سره مخالفت کړى او هغه يې په هېواد کې د امريکايي ځواکونو شتون ته د مشروعيت وربښلو په مانا بللى دى.

 له دې وړاندې د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي د استازو د ګډون په اړه ځينې راپورونه هم خپاره شوي او ولسمشر کرزي له دې ګوند او  وسله والو طالبانو غوښتي، چې په جرګه کې ګډون وکړي او له امريکا سره د امنيتي تړون د لاسليکولو په اړه خپلې مشورې، وړاندې کړي.

 خو دغه بلنه بيا د حزب اسلامي له لوري رد شوه او وسله والو طالبانو هم د مشورتي لويې جرګې خيمې په اړونده سيمه کې د ځانمرګي بريد په تر سره کولو سره خپل مخالفت په ډاګه کړ.

 په دې بريد کې، چې د موټر بم په وسيله تر سره شو، د ملکي وګړو په ګډون پکې ١٣ تنه ووژل شول او دېرش نور ټپيان شول.

 له بل لوري، د مشورتي لويې جرګې د جوړولو کمېسيون د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي، چې په دې وروستيو کې ځينې رسنۍ او ډلې، رسنيو ته د ازادۍ لپاره له مناسبې او پرانيستې فضا څخه په ناوړه ګټې پورته کولو سره د امنيتي تړون په نوم جعلي سند خپور کړى او د عامه ذهنونو د ګډوډولو لامل ګرځېدلى دى.

 د مشورتي لويې جرګې د تر سره کولو لپاره د چمتووالي کمېسيون،د ځينو ډلو او رسنيو له لوري جعلي خپور شوى سند، د امنيتي سند له اصلي متن سره په خلاف کې وباله او زياته يې کړه، چې د امنيتي تړون اصلي سند تر دې مهاله نه دى وېشل شوى او اصلي سند به د جرګې د تر سره کېدو پر مهال، کاري کمېټو ته د خبرو او مشورې لپاره وړاندې کړي.  

 په دغه تړون کې مهم اختلافي ټکي، قضايي خونديتوب او د امريکايي ځواکونو د خپلسرو عملياتو مخنيوى دى.

 خو افغانستان او امريکا هوکړه کړې، چې که مشورتي لويه جرګه امريکايي ځواکونو ته په افغانستان کې د کورونو د پلټلو واک ورکړي، نو د امريکا ولسمشر به د دې تضمين کوي، چې د پخوا په څېر تېروتنې به بيا د دغه هېواد  د  ځواکونو له خوا د کورنو د پلټنې پر مهال نه  تر سره کيږي.

 حکومت د امنيت د ټينګښت او په ښار کې د ترافيکې ګڼې ګوڼې څخه د مخنيوي په موخه، شپږ ورځې عمومي رخصتي اعلان کړه او د نورو ورځو په پرتله په ښار کې د موټرو او خلکو ګڼه ګوڼه ډېره کمه شوې ده.

 امنيتي بنسټونو د جرګې امنيت د ټينګښټ لپاره سخت امنيتي تدابير نيولي او له همدې امله د کابل ښار ډېرى واټونه د وسايطو پر مخ تړلي او ان تر دې، چې د کابل څلور دروازې هم د بار وړونکو موټرو  پر مخ تړل شوې دي.

 د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک ته وويل، ملي پوليس له نورو امنيتي بنسټونو سره په ګډه مرسته، د مشورتي لويې جرګې د تر سره کولو د امنيت د ټينګښت لپاره ځانګړي تدابير نيولي دي.

 هغه زياته کړه: ” په دې اړه بايد هيڅ کوم ډول اندېښنه شتون ونلري او خلک هم له امنيتي ځواکونو سره د امنيت په ټينګښت کې، لازمه مرسته وکړي”

 په تېرو دوولسو کلونو کې درې نورې جرګې هم په کابل کې تر سره شوې، چې د اساسي قانون لويه جرګه، د سولې مشورتي لويه جرګه او عنعنوي لويه جرګه يې مهمې دي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.