کابل (پژواک ٢ ليندۍ ٩٢): د ولسمشرۍ دفتر وايي، چې ايساف د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې دوه عام وګړي وژلي، خو ايساف بيا وژل شوي وسله وال بولي.
له ارګ څخه د ليندۍ په ٢مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي د ايساف له خوا په بټي کوټ کې د دوو ملکي وګړو پر وژلو خواشينى شوى او ياده وژنه يې غندلې ده.
خبرپاڼې د ننګرهار د والي مولوي عطاء الله لودين په حواله خبر ورکړى چې ايساف ځواکونو د لړم په ٢٨مه د بټي کوت ولسوالۍ د شبديانې په سيمه کې د دوو وروڼو چې کاريګر وو، پر کورونو عمليات کړي او دواړه وروڼه يې وژلي دي.
سرچينې زياته کړې، چې تر دې پېښې وروسته د سيمې اوسېدونکي د ننګرهار والي ته راغلي او هغه ته يې په دې اړه بشپړ معلومات ورکړي او له حکومت څخه يې غوښتي چې د دې ډول پېښو د رامنځته کېدو مخه ونيسي.
د ارګ د خبرپاڼې په حواله، ولسمشر کرزي په ډاګه کړه، د افغانستان دولت له کلونو راهيسې د خلکو پر کورونو د عملياتو نه ترسره کولو غوښتنې کړې او لويه مشورتي جرګه هم د همدې لپاره جوړه شوې ده.
د ولسمشر په وينا، د لويې مشورتي جرګې ګډونوال به په راتلونکي کې د خلکو پر کورونو د امريکايي ځواکونو د عملياتو په اړه پرېکړه کوي.
بلخوا ايساف ويلي، چې په يادو عملياتو کې يې وسله وال وژلي دي.
په کابل کې د يادو ځواکونو مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه عمليات د افغان ځواکونو په مشرۍ ترسره شوي او اېتلافي ځواکونو يواځې د سلاکارانو په توګه په کې برخه اخيستې وه.
د يادونې ده، د افغانستان او امريکا تر منځ په لاسليک کېدونکي امنيتي سند کې تر ټولو مهمه موضوع هم تر ٢٠١٤ کال وروسته د امريکايي ځواکونو له خوا ترسره کېدونکي عمليات دي.
له امريکا سره په امنيتي سند کې د دغه هېواد ځواکونو ته په افغانستان کې د عملياتو ترسره کولو ته په مشروط ډول اجازه ورکړل شوې ده.
دغه سند د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا پرون (د لړم٣٠مه) په دريو (دري ، پښتو او انګليسي) ژبو په ٢٢ مخونو کې چې پر ٢٦ مادو مشتمل دى، خپور شو.
د امنيتي سند د دويمې مادې په څلورمه فقره کې راغلي: ((دواړه لوري مني چې د ترهګرۍ پر وړاندې په ګډه جګړه کې د القاعدې او ورپورې تړلو ډلو د ماتې لپاره د متحده ايالاتو پوځي عمليات لازم دي.
دواړه لوري موافق دي چې د دغو اهدافو د تحقق لپاره د افغانستان او متحده ايالاتو د ملي ګټو د خوندي ساتلو په نيت د متحده ايالاتو له يو اړخيزو پوځي عملياتو پرته خپلو نږدې همکاريو او همغږيو ته دوام ورکړي.))
Visits: 5
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن