جلال اباد (پژواک ٣ ليندۍ ٩٢): چارواکي وايي، د تورخم دروازه چې پرون د پاکستاني پوله ساتونکو له خوا د مسافرو پر مخ تړل شوې وه، نن بېرته خلاصه شوې ده.
په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال محمد ايوب حسين خېل د ليندۍ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن له سهاره د تورخم دروازه د پلي مسافرينو پر مخ خلاصه شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په تورخم کې لا هم لويې لارۍ ولاړې دي او د تلو راتلو اجازه ورته نه ورکول کېږي.
خو په تورخم کې يوه پاکستاني چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې څرګند شي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نن لپاره هم دوى ته حکم راغلى چې له غرمې وروسته دروازه بنده کړي.
د نوموړي په وينا، لومړى ورته چارواکو ويلي وو چې نن هم دروازه بنده وساتي خو له ځينو مشورو وروسته ورته چارواکو د دروازې د خلاصون امر وکړ.
په تورخم کې د خاکسار په نوم يوه دوکاندار پژواک اژانس ته وويل، چې پرون ماښام پنځه بجې د پاکستاني پوله ساتونکو له لوري يو ځل دروازه خلاصه شوه، خو وروسته بيا پاکستان ته د تلونکو پر مخ وتړل شوه.
هغه زياته کړه: ((د شپې يې له هغې خوا نه خلک راپرېښودل، مګر له دې خوا يې څوک نه پرېښودل.))
دى وايي، پرون زرګونه کسان له پولې دېخوا ولاړ وو، چې ډېرى يې ښځې، ماشومان او ناروغان وو.
ياده دې وي چې پرون د پاکستان په خيبر پښتونخوا ايالت کې د تحريک انصاف ګوند له خوا د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په غبرګون کې لاريونونه پيل شوي وو، چې له امله يې حکومت د تورخم دروازه تړلې وه.
د عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف ګوند پخوا اعلان کړى و، چې دوى به د امريکا د بې پيلوټه الوتکو د بريدونو په غبرګون کې په افغانستان کې د مېشتو ناټو ځواکونو د اکمالاتو لاره بندوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن