ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مشورتي جرګې طرحې  نن ولسمشر ته وړاندې کېږي

د مشورتي جرګې طرحې نن ولسمشر ته وړاندې کېږي

author avatar
24 Nov 2013 - 10:49
د مشورتي جرګې طرحې  نن ولسمشر ته وړاندې کېږي
author avatar
24 Nov 2013 - 10:49

کابل (پژواک ٣ ليندۍ ٩٢): نن د مشورتي لويې جرګې وروستۍ ورځ ده او ګومارل شوې کمېټې خپلې طرحې او د جرګې د غړو وړانديزونه د يوه پرېکړه ليک په چوکاټ کې ولسمشر ته وړاندې کوي.

دا جرګه درې ورځې وړاندې د افغانستان او امريکا تر منځ پر امنيتي سند د بحث په موخه د ٢٥٠٠ ګډونوالو په درلودو سره پيل شوه او ټاکل شوې نن پاى ته ورسېږي.

په ټوله کې ٥٠ کاري کمېټې جوړې شوې وې، چې په تېرو دوو ورځو کې يې د جرګې د غړو نظرونه او وړانديزونه را ټول کړي دي.

د لويې مشورتي جرګې غونډه نن سهار نهه بجې رسماً پيل شوه.

د مشورتي لويې جرګې د تياريو د کمېسيون مشر صادق مدبر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې کاري کمېټو خپلې طرحې او وړانديزونه را ټول کړي او د يوه پرېکړه ليک په چوکاټ کې يې ترتيب کړي دي.

ده زياته کړه، چې د هرې کمېټې رييس ته درې دقيقې وخت ورکول کېږي، چې دا وړانديزونه په عمومي ناسته کې وړاندې کړي او وروسته بيا  وړانديزونه ولسمشر حامد کرزي ته وړاندې کېږي.

تېره  ورځ د جرګې د مشر حضرت صبغت الله مجددي په ګډون د جرګې ټولو ګډونوالو ويل، چې د امريکايي سرتېرو د قضايي صلاحيت په اړه يې هوکړه کړې، خو وړانديز يې يواځې دا دى، چې که چېرته يو امريکايي سرتېرى په افغانستان کې جرم کوي او د امريکا د قانون له مخې په هغه هېواد کې محاکمه کېږي، نو څو افغانان دې د ناظرينو په ډول موجود وي.

له بلې خوا د مشورتي لويې جرګې رييس او ځيني نور غړي وايي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتى سند دې له ټاکنو وړاندې لاسليک شي.

خو حامد کرزي اعلان وکړ، چې  که امنيتي سند د لويې مشورتي جرګې له خوا تاييد او ملي شورا يې تصويب هم کړي، نو دى  به يې تر هغو لاسليک نه کړي ، تر څو چې “ټاکنې په ښه او باعزته ډول” پاى ته ونه رسېږي او د “تېرو ټاکنو تېروتنې” په کې تکرار نه شي.

خو امریکا د ولسمشر کرزي د دغه موقف پر وړاندې غبرګون وښود او غوښتنه يې کړې، چې  امنيتي سند دې په افغانستان کې د مسووليتونو د غوره لېږد  او د دغه هېواد د  ماموريت د دوام لپاره  تر شپږو اونيو پورې لاسليک شي.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ  او ولايتي شوراګانو ټاکنې د ١٣٩٣ لمريز کال د وري مياشتې په ١٦مه نېټه ترسره شي.

په دې جرګې کې د بېلابېلو ١٧ کتګوريو خلک لکه د ملي شورا او ولايتي شوراګانو غړي، عالمان، قومي مخور، ښځې، د مدني ټولني غړي، د کوچيانو او معلوينو استازي، سوداګر، صنعتکاران، حقوق پوهان، واليان، د ولسمشرۍ نوماندان او له بېلابېلو هېوادونو څخه د کډوالو استازي برخه لري.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.