ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په باميانو کې د ډبروسکاره قېمته شوي

په باميانو کې د ډبروسکاره قېمته شوي

author avatar
24 Nov 2013 - 16:40
په باميانو کې د ډبروسکاره قېمته شوي
author avatar
24 Nov 2013 - 16:40

 باميان (پژواک ٣ليندۍ ٩٢) د باميانو ولايت په کهمرد ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان بندېدو له امله د دې موادو په پيدا کېدو کې کموالى او بيه لوړه شوې ده، چې اوسېدونکي يې له دولت نه د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

د باميانو ښاريان د ژمي په رارسېدو او د ډبرو سکرو د نشتوالي له امله  اندېښنه لري او وايي، زياتره خلک د اقتصادي ستونزو له امله د سون  توکي اخلي.

 د ډبرو سکاره يو له هغه مهمو سون  موادو څخه شمېرل کيږي، چې د خښتو له بټيو سربېره په حمامونو، کارخانو او د کورونو په ګرمولو او نورو برخو کې ترې ګټه پورته کيږي.

د باميانو د ښار په لسګونو تنو مشرانو، سپين ږيرو او استازو د دې ولايت له والي سره په کتنه کې دا ستونزې مطرح کړې، نوموړو د ژمي په رارسېدو سره د سون  د مواد د بيې لوړوالى يوه جدي ستونزه وبلله.

 تردې وړاندې په باميانو کې  خلکو د سون  توکي د کليچ په نوم ډبرو سکرو له کان څخه په ډيره کمه بيه  ترلاسه کول، خو له دوه کلونو راهيسې د دې کان د استخراج چارې د دولت له خوا بندې شوي.

د کان د استخراج درېدو لامل  له يوه چينايي شرکت سره د کان د استخراج قرارداد په ګوته شوى، چې د ډبرو سکارو څخه د لوګر ولايت د مسو عينک کان لپاره ترې کار اخيستل کيږي.

 د حاجي عبدالله په نوم د باميانو يو تن قومي مشر پژواک خبري اژانس ته وويل، دا چې د تېرو کلونو په پرتله ژمى يو څه مخکې رارسېدلى، له همدې امله د دې ولايت خلک له هر بل وخت څخه زيات سون  توکو ته اړتيا لري.

هغه زياته کړه، که دولت د باميانو ولايت د ډبرو سکرو کان قرارداد کړى وي، نو د دې ولايت د خلکو لپاره دې هم غم وخوري.

 دغه قومي مشر زياته کړه، له کومه وخته، چې د باميانو د ډبرو سکرو کان تړل شوى  ، د سکرو قيمت دوه چنده لوړ شوى دى، حتى بازارونو ته په قاچاقي ډول راوړل کيږي.

مخکې يوه اوه منى بورۍ سکاره د باميانو په بازار کې په ١٥٩ افغانۍ پلورل کېدل، خو اوس دا قميت ٣٥٠ افغانيو ته لوړ شوى دى.

 حاجي عبدالله وايي، د تېرو کلونو په پرتله د ګازو او لرګيو بيه هم لوړه شوې ده، چې خلک يې د اخيستلو وس نه لري.

تر ټولو زيات د باميانو د ښار د بودا مشهورې مجسمې تر څنګ  په سمڅو کې اوسېدونکي د سون  توکو د بيو لوړېدا له امله اندېښنه لري.

 ددې سيمې په يوه سمڅه کې د محمدغدير په نامه يو اوسېدونکى، چې د کورنۍ له اتو غړو سره  ژوند کوي، وايي، تېر کال مې اوه کيلو د ډبرو سکرو پاتې شوني مواد په ٣٠ افغانيو اخيستي وو، چې سږ کال په ٥٠ افغانيو هم نه پيدا کيږي.

هغه زياته کړه “کاروبار نشته موږ مجبور يو، چې ژمى پرته له ډبرو سکرو تېر کړو، خو ويريږم، چې کوچنيان مې له منځه لاړنشي”

 هغه وويل، يو څلور کلن ماشوم يې په خوارځواکۍ اخته شوى ، خو د بيوزلۍ له امله ددې وس نه لري، چې خپل ماشوم ته خوراکه برابره کړي.

د دغو سمڅو ټولو اوسېدونکو له دولت او مرستندويه ټولنو غوښتنه وکړه، چې له دوى سره مرسته وکړي، ترڅو د ژمي له مرګونې يخنۍ وژغورل شي.

 له درې زرو زياتې سمڅې د بودا مجسمې چارچاپيره شته، چې په سلګونه بې سرپنا او بې وزله کورنۍ په سختو شرايطو کې په دې سمڅو کې خپل ژوند مخته وړي.

د باميانو نوي والي لوي پاسوال غلام علي وحدت وايي، چې قومي مشرانو او سپين ږيرو ورسره ليدنه کړې، چې د دغو ستونزو په اړه يې ورسره خبرې کړې دي.

 هغه زياته کړه: ” موږ هم دا ستونزه له کانونو وزارت سره مطرح کوو، څو د سون توکو په برخه کې دخلکو ستونزه حل شي.”

وحدت زياته کړه، چې په باميانو کې د بېلابېلو ادارو د شويو سروې ګانو پر بنسټ، ٢٢ زره کسان له سون توکو پرته خوراکي توکو ته هم اړتيا لري.

 والي وويل:”موږ د خوراکي توکو په اړه خپل تدابير لرو او له هغو اته سوه ټنو غنمو به کار واخلو، چې د ولايت په زېرمو کې شته دي، خو دسون توکو په برخه کې بايد له کانونو وزارت سره همغږي وشي، څو دې ستونزې ته دپاى ټکى کېږدي.”

خو د باميان ولايت د کانونو رييس حميدالله لعلي وايي، چې تر راتلونکې يوې مياشتې پورې به د يکاولنګ ولسوالۍ د سرمرغي سيمې د ډبرو سکاره داوطلبۍ ته وړاندې کړي، څو د قانوني وېستنې له لارې يې د خلکو دسون توکو اړتيا پوره شي.

 ده پژواک ته وويل، د ډبرو سکرو ٢٠٠ سمڅې د ١٣٩١ لمريز کال په لومړيو کې د د کهمرد ولسوالۍ په کليچ ولسوالۍ کې د کانونو وزارت له خوا د کانونو دخپل سرې کيندنې او کارګرانو دخونديتوب په موخه بندې شوې.

لعلي زياته کړه، چې د کهمرد د ډبرو سکرو کان د وېستلو تړون د ام سي سي په نامه چينايي شرکت سره شوى، چې د لوګر  د عينک مسو کان لپاره ترې د برېښنا په توليد کې کار اخيستل کېږي.

د کانونو وزارت دوه کاله وړاندې د کهمرد ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان وروسته له هغه بند کړ، چې د شپې له خوا يې درې سمڅې پرېوتې، خو دا چې کارګرانو په کې د شپې کار نه کاوه، نو څه مرګ ژوبله يې نه درلوده.

 له دې وروسته پنځوس نورې سمڅې  هم يو بل پسې پرېوتې او چا ته په کې زيان ونه رسېده، خو د کانونو وزارت ټول ٣٠٠ صوفونه ( غارونه) د کارګرانو دخونديتوب په موخه بند کړل.

د ويلي ده، چې له دې وړاندې ځايي چارواکو  ويلي وو، چې په کهمرد کې د ډبرو سکرو له بندېدو سره له پنځو زرو زيات کسان په باميانو او نورو ولايتونو کې چې په دې کانونو کې يې کار  کاوه ، وزګار شوي، چې دولت بايد ورته پاملرنه وکړي.

د ډبرو سکرو کانونه د ملابند په  بڼه د هندوکش غرونو په بېلابېلو طبقو کې واقع دي، چې له بدخشان ولايت نه پيل بيا تر تخار، بغلان، سمنګانو، باميانو او سرپل ولايتونو پورې رسېږي او د پاى کان يې د هرات سبزک کان دى.

 

Views: 12

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.