کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٢): د ښځو چارو وزارت وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي دوه اونيز کمپاين پيل شو.
د دې وزارت مرستيالې مژګان مصطفوي، نن په دې اړه جوړې شوې غونډه کې وويل، دغه کمپاين سر له نن (د ليندۍ ٤مه) پيل شو او د همدې مياشتې تر ١٩مه به دوام وکړي.
هغې زياته کړه، په دې موده کې به دوى لوى کنفرانسونه، چې يو به د عالمانو کنفرانس وي، ترسره شي.
مصطفوي وايي، دغه راز به د ښځو لپاره وړيا روغتيايي کمپونه هم ولري او ياد کمپاين به د ورکشاپونو د دايرولو، بېرنرونو، پوسټرونو او بروشورونو د چاپ او خپراوي له لارې پرمخ بوځي.
دې زياته کړه، دا کمپاين په لسو ولايتونو او د کابل په لسو ولسواليو کې ترسره کېږي، په پاتې ولايتونو کې به د ښځو چارو رياستونو له لوري ځانګړي پروګرامونه ترسره شي.
د ښځو چارو وزارت مرستياله وايي، چې ياد کمپاين د بهرنيو مؤسسو په مالي مرسته ترسره کوي.
د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د بشر حقونو کمېسيون نن اعلان وکړ، د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه د تېر کال په پرتله نږدې ٢٥سلنه لوړه شوې ده.
د دې کمېسيون مشرې سيما سمر په وينا، د تېر کال په لومړيو شپږو مياشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۳۳۳۱ پېښې، خو د روان کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۴۱۵۴ پېښې له دې کمېسيون سره ثبت شوې دي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن