ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هرات کې د دوو ټلويزوني شبکو خپرونې بندې شوې

هرات کې د دوو ټلويزوني شبکو خپرونې بندې شوې

author avatar
25 Nov 2013 - 12:54
هرات کې د دوو ټلويزوني شبکو خپرونې بندې شوې
author avatar
25 Nov 2013 - 12:54

هرات (پژواک ٥ ليندۍ ٩٢): د هرات چارواکو په دغه ښار کې د يوه رسمي مکتوب له مخې د دوو ټلويزوني چينلونو خپرونې د دريو ورځو لپاره بندې کړې دي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په مکتوب کې راغلي، چې دغو ټلويزوني شبکو د افغان ټولنې او کلتور ضد خپرونې کولې.

 د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رييس اريا روفيان د ليندۍ په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ديادو ټلويزوني شبکو خپرونې يې د خلکو د غوښتنو پر اساس بندې کړې دي.

 هغه زياته کړه، د افغانستان د اساسي قانون او رسنيو د قانون له مخې هېڅ رسنۍ نه شي کولى د کلتور او دين خلاف خپرونې وکړي. هغه زياتوي چې په دې اړه يې د ټلويزوني شبکو له مشرانو سره خبرې هم کړې دي.

د روفيان په وينا، اوسمهال يې دوه تلويزوني شبکې بندې کړي چې دا د خپرونو د محدوديت په مانا نه، بلکې د خلکو د غوښتنې له مخې چې خپرونو يې د ماشومانو او ځوانانو پر اخلاقو او ذهن ناوړه اغېزه کوله.

 خو په هرات کې د يوې کيبلې شبکې مشر، چې نه غواړي نوم يې واخيستل شي پژواک اژانس ته وويل، د دوى د شبکې بندول د بيان د ازادۍ په مخ کې خنډ دى، داسې نشرات يې نه لرل چې مذهب، کوم قوم او ياټولنې ته سپکاوى وي.

 هغه زياته کړه، چې د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د ايران تر اغېزې لاندې دى.

 په هرات کې ١١ سيمه ييز ټلويزونونه او۲۱ کيبلي شبکې نشراتي فعاليت کوي، خو د دغو ټلويزونو او کيبلي شبکو د خپرونو په اړه شکايتونه هم شته.

 د هرات ښار د اومې ناحيې اوسېدونکى ٢٧ کلن ولي اکبري پر دې خوشال دى چې د ټلويزونو او کيبلي شبکو پر خپرونو محدوديت ولګول شي.

هغه زياتوي، دغه تلويزونونه او کيبلي شبکې خپل توليد نه لري او پر ځاى يې بهرني فلمونه، سريالونه او ډرامې چې له افغان کلتور او دود سره په ټکر کې دي خپروي.

د ده په وينا، افغان ماشومان د پرديو خپرونو تر اغېز لاندې راځي او پر افغانانو د پردي کلتور اغېز خپرېږي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.