ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“پر ايران د تعزيراتو لرې کول پر افغان سوداګرۍ مثبت اغېز لري”

author avatar
25 Nov 2013 - 16:53
author avatar
25 Nov 2013 - 16:53

کابل (پژواک ٤ ليندۍ ٩٢): د چارو ځينو افغان شنونکي وايي، د ايران او نړۍ د شپږو سترو هېوادونو ترمنځ شوې هوکړه، د افغانستان لپاره هم مثبتې پايلې لرلى شي.

د امريکا متحده ايالتونو شاوخوا دوه کاله مخکې پر ايران يو لړ تعزيرات وضع کړل او ويل يې، دا کار يې ځکه وکړ، چې ايران د يورانيمو له بډاينې لاس نه اخلي.

خو تېره ورځ په ژنيو کې امريکا، انګلستان، المان، چين، روسيې، فرانسى او ايران  هوکړه وکړه، چې ايران تر پنځه سلنې د يورانيمو بډاينه کولى شي او تر هغه زيات د يورانيمو غني کول دې ودروي.

 

دغه راز ايران ومنله، چې پر دغه هېواد د يو لړ تعزيراتو د لرې کولو په مقابل کې خپل ځيني اتومي فعاليتونه وځنډوي.

د امريکا ولسمشر بارک اوباما ويلي، چې د ايران دغه اقدام به بېرته هغه لارې ايران ته پرانېزي، چې له مخې يې  يوځل بيا له نړيوالې ټولنې سره يوځاى شي.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې مرستيال خانجان الکوزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې هوکړې له مخې به ځينې هغه محدويتونه، چې ايران د امريکا د تعزيراتو له امله پر افغانستان وضع کړي، لرې کړل شي. 

دى وايي، يادو محدوديتونو د ايران له لارې د افغانستان ترانزيت له ګڼو ستونزو سره مخ کړى و.

هغه زياته کړه چې افغان سوداګر، نه شي کولى د ايران د بندر عباس او چابهار له لارو خپل توکي اروپايي هېوادونو ته ولېږدوي.

دى وايي: ((اوس موږ خپل مالونه د جبل علي له لارې راوړو، چې ډېرو ستونزو سره هم مخ کيږو او قېمته هم   تمامېږي.))

د جبل علي بندر د متحده عربي اماراتو د دوبۍ په سوېل لوېديځ کې موقعيت لري.

دغه راز الکوزى وايي، افغان سوداګر له ايران څخه پېرېدونکو توکو لپاره د بانکونو له لارې پيسې نه شي لېږدولاى.

ده وويل، چې د امريکا له لوري پر ايران د تعزيراتو د وضع کېدو له امله، د افغانستان او ايران د سوداګريزې راکړې ورکړې کچه له ١،٢ ميليارد ډالرو څخه ٨٠٠ ميليونه ډالرو ته راټيټه شوې ده.

هغه زياته کړه: ((زه هيله من يم، چې د نوې هوکړې په اساس به موجوده ستونزې ټولې هوارې شي.))

د کابل پوهنتون د اقتصاد پوهنځي استاد سيد مسعود وايي، که څه هم چې د ايران او نړۍ د شپږو سترو هېوادونو ترمنځ، د شوې هوکړې له امله پر ايران ټول لګول شوي تعزيرات نه لرې کېږي، خو په دې کې شک نشته، چې ياده هوکړه د افغانستان پر سياسي، امنيتي او اقتصادي برخو رغنده اغېز لرلى شي.

 هغه زياتوي، افغانستان يو مصرفي هېواد دى او هر کال د شاوخوا دوه ميليارد ډالرو په ارزښت توکي له ايران څخه واردوي.

دى هم وايي، پر ايران د لګولو شويو تعزيراتو لرې کېدل به له ايران څخه افغانستان ته د وارداتو پر بهير مثبت اغېز وکړي.

هغه تمه کوي، چې د دې تعزيراتو په لرې کېدو سره به د ايران ترڅنګ پاکستان هم په افغانستان کې خپلې پانګونې پراخې کړي.

مسعود وويل، پر ايران د تعزيراتو په لرې کېدو سره به په ايران کې د کار موندنې کچه لوړه شي او ورسره به په ايران کې افغان کډوالو ته هم د کار زمينه برابره شي.

دا مهال په ايران کې شاوخوا درې ميليونه افغان کډوال ژوند کوي.

استاد مسعود وايي: ((په ايران کې چې وضعيت ښه شي او هلته ثبات راشي، نو په دې کې شک نشته، چې زموږ د مهاجرو ستونزې هواريږي.))

دى وايي، ايران په افغانستان کې اوږد لاس لري او د افغانستان د اوسنيو ستونزو يوه برخه د ايرانيانو له خوا مديريت او رهبري کيږي.

د هغه په وينا، که د ايران او امريکا ترمنځ اړيکي ښې نه وي، نو ايران کوښښ کوي په افغانستان کې امريکا ته ستونزې جوړې کړي، چې له امله يې افغانستان هم متاثره کېږي.

 خو دى وايي، که د ايران او امريکا ترمنځ د يوې هوکړې له مخې جوړښت راځي، نو ايران هم هڅه کوي په افغانستان کې د امريکا لپاره شين څراغ روښانه کړي.

 

Visits: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.