کابل (پژواک ٥ ليندۍ ٩٢): د سوداګرۍ او صنايعو خونې له امريکا سره د امنيتي تړون لاسليکول د افغانسان په ګټه بللى او له حکومته يې غوښتي، چې له هېواد څخه د پانګې د ايستلو د مخنيوي په موخه دغه سند لاسليک کړي.
افغان او امريکايي چارواکو له تېر يوه کال راپدېخوا د امنيتي تړون د سند په اړه خبرې کړې او بالاخره تېره اونۍ د دې سند په اړه په کابل کې مشورتي لويه جرګه راوبلل شوه.
دغې جرګې له امريکا سره د امنيتي تړون په سند کې د تعديل لپاره دولت ته ځينې وړانديزونه وړاندې کړل، خو په ټوله کې يې دغه سند ومانه.
جرګې له ولسمشر کرزي څخه وغوښتل، چې د روان زېږديز کال تر پايه له امريکا سره ياد تړون لاسليک کړي.
خو کرزي، د امريکا له لوري په افغانستان کې د سولې ټينګول، د رڼو ټاکنو تر سره کول او د افغانستان په کليو او کورونو کې د بهرنيو ځواکونو له لوري د عملياتو درول، د دغه سند د لاسليک لپاره عمده شرطونه وړاندې کړل.
خو د سوداګرۍ او صنايعو د عامل خونې مشر محمد قربان حقجو، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې ولسمشر کرزى بايد د امنيتي تړون په اړه احساساتي عمل ونه کړي.
هغه دغه تړون د هېواد په ګټه او لاسليکول يې ډېر اړين وبلل او په هر څه ژر لاسليک کېدو يې ټينګار وکړ.
هغه وويل: “موږ په يوه حساس پړاو کې يو او ټاکل شوې، چې نړيواله ټولنه هم د ٢٠١٤ کال په پاى کې خپل ماموريت پاى ته ورسوي، خو موږ له ٢٠١٤ کال څخه وروسته هم د نړيوالې ټولنې شتون ته اړتيا لرو.”
د هغه په وينا، د هېواد په کچه بېکاري ډېره شوې او د افغانستان اقتصاد هم له ډېرو ستونزو سره مخ دى او که چېرې ياد سند لاسليک نه شي، نو د هېواد وضعيت به د تېرو کلونو په څېر شي.
د هغه په وينا، په کابل، بلخ او کندهار ولايتونو کې د سوداګرۍ او صنايعو خونې نوې سروې ښيي، چې د تېر کال په پرتله د توليد سکتور ښه شوى دى، خو د ودانيزو او خدمتونو سکتور فعاليتونه ډېر کم شوي دي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن