ښرنه (پژواک ٥ ليندۍ ٩٢): چارواکي وايي، چې د پکتيکا د مټاخان ولسوالۍ په بازار کې چاودنې د دوو پوليسو په ګډون ٩ تنه ټپيان کړي دي.
د پکتيکا امنيه قوماندان مل پاسوال دولت خان ځدراڼ د ليندۍ په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه د موټرسايکل بم په وسيله ترسره شوې ده.
هغه زياتوي، پوليس نن له غرمې مخکې په بازار کې پلي روان و، چې د ريموټ کنټرول په وسيله ياده چاودنه پرې رامنځته شوه.
د ځدراڼ په خبره، چاودنې دوه پوليس او اوه ملکي وګړي ټپيان کړل، نوموړي د ټپيانو حالت ښه وښود.
د مټاخان د بازار يوه دوکاندار ميکايل چې د پېښې عيني شاهد دى وايي، چې په دې پېښه کې د ټپي شوي يوه پوليس ټپي ژور دي.
هغه زياتوي، له چاودنې سمدستي وروسته پوليسو سيمه کلابنده کړه او ټپيان يې سيمه ييز روغتون ته ولېږدول.
مټاخان د پکتيکا په نا امنو ولسواليو کې راځې او له مرکزه شاوخوا ٢٠ کيلومتره لرې سوېل ته پرته ده.
د دې پېښې په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن