ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ژيړۍ ولسوالۍ کې اته کاله مخکې تړل شوى ښوونځي بيا پرانيستل شو

author avatar
26 Nov 2013 - 19:37
author avatar
26 Nov 2013 - 19:37

کندهار ښار (پژواک،٥ليندۍ ٩٢): د کندهار ولايت په ژېړۍ ولسوالۍ کې يو منځنى ښوونځى چې پوره اته کاله د ناامنيو له امله تړلى پاتې و، يو ځل بيا د زده کوونکو پر مخ پرانيستل شو.

د اسعد سوري په نوم دغه ښوونځى د ژېړۍ ولسوالۍ په پاشمول سيمه کې دى، چې هغه مهال په کې د دغې سيمې ١٢سوه زده کوونکو زده کړې کولې.

دغه ښوونځى لس کاله مخکې فعال شوى و، چې تر دوه کلن فعاليت وروسته، نه يواځې د جګړو او ناامنيو له امله د اتو کلونو لپاره وتړل شو، بلکې ودانۍ ته يې هم درانه زيانونه واوښتل.

د کندهار د پوهنې رياست تدريسي مرستيال محمدعوض نظري، د دغه ښوونځي د بيا پرانيستلو پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ښوونځى يې تر اوږد ځنډ وروسته يو ځل بيا د خلکو په مرسته فعال کړ.

هغه وويل، د ښوونځي د پرانيستې په لومړۍ ورځ ١٥٠ زده کوونکي خپلو زده کړو ته حاضر شوي دي، خو د وخت په تېرېدو به يې د زده کوونکو شمېر زيات شي.

دى وايي، جګړو او ناامنيو د ښوونځي ودانۍ ته زيان اړولى، خو هغوى په پام کې لري، چې ودانۍ يې بېرته ترميم کړي.

هغه دغه راز ژمنه وکړه، چې د اسعد سوري په نوم د دغه ښوونځي لپاره به تکړه ښوونکي په دندو ګوماري او دغه راز به يې د درسي وسايلو او کتابونو ستونزه هم هواروي.

د مرجان په نوم د ژېړۍ ولسوالۍ د پاشمول سيمې يو زده کوونکى، چې تر اته کاله ځنډ وروسته نن په لومړۍ ورځ ښوونځي ته راغلى و، د خپلو نورو همځولو تر څنګ د ښوونځي په پرانيستل کېدو خوښي ښودله او ويل يې چې يو ځل بيا ورته موقع برابره شوې، چې خپلې پاتې زده کړې بشپړې کړي.

 هغه له ډېر ارمان سره پژواک ته وويل: ((پوره اته کاله مخکې ما د همدغه مکتب په درېيم صنف کې زده کړې کولې، وروسته زموږ په سيمه کې سختې جګړې پيل شوې، په جنګونو کې زموږ د مکتب ودانۍ هم خرابه شوه او مکتب مو يو مخ وتړل شو. که دلته جنګونه نه واى او مکتب نه واى بند شوى، نو زه به اوس له دولسم ټولګي څخه فارغ شوى وم.))

 هغه چې اوس يې عمر ١٧ کلنۍ ته رسېدلى، وايي: ((مجبور يم بېرته خپلې زده کړې له درېيم صنف څخه شروع کړم.))

 مرجان له وسله والو وغوښتل، چې نور دې له جګړې لاس واخلي او هغوى دې زده کړو ته پرېږدي.

 د زده کوونکو پلرونو هم له پژواک اژانس سره په خبرو کې خوښي څرګندوله، چې يو ځل بيا يې په سيمه کې ښوونځى پرانيستل شوى او اولادونو ته يې د زده کړې زمينه مساعده شوې ده.

 د حاجي عبدالقدوس په نوم د پاشمول سيمې يوه سپين ږيري وويل، له خپلو نورو کليوالو سره يې په ګډه هوډ کړى، چې ښوونځى به ودان ساتي، خپل اولادونه به ورته رالېږي او ساتنه به يې کوي.

  په ژېړۍ ولسوالۍ کې د دغه ښوونځي له فعالېدو سره د فعالو ښوونځيو شمېر اوولسو ته لوړ شو، خو چارواکي وايي، د دغې ولسوالۍ ۱۵ ښوونځي لا هم د زده کوونکو پر مخ تړلي دي.

 د ژېړۍ ولسوال جمال الدين اغا وويل، چې په ولسوالۍ کې يې د پاتو تړلو ښوونځيو د پرانيستلو هڅې پيل کړي او ډېر ژر به يې د خلکو په مرسته پرانېزي.

 په کندهار ولايت کې دا مهال د ٤٠٠ په شاوخوا کې ښوونځي فعال دي، چې د ٥٠زره نجونو په ګډون په کې تر ١٨٠زرو زيات زده کوونکي زده کړې کوي، خو د سلو په شاوخوا کې ښوونځي لا هم د ناامنيو او نورو ستونزو له امله د زده کوونکو پر مخ تړلي پاتې دي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.