ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د امريکا سفير: امنيتي تړون دې ژر لاسليک شي

author avatar
27 Nov 2013 - 16:35
author avatar
27 Nov 2013 - 16:35

هرات (پژواک،٦ ليندۍ ٩٢): کابل کې د امريکا سفير جېمز کنينګهم د امريکا او افغانستان ترمنځ د امنيتي تړون پر ژر لاسليکېدو ټينګار وکړ.

 هغه په هرات کې د دې ولايت له والي سره په خبري ناسته کې وويل، چې امنيتي او دفاعي تړون د دواړو هېوادونو لپاره مهم دى او هيله ده چې ولسمشر کرزى به يې ژر لاسليک کړي.

د هرات والی سيد فضل الله وحيدي هم د تړون پر اهميت خبرې وکړې، خو له امريکا يي غوښتنه وکړه، چې له ترهګرۍ سره مبارزه دې چټکه کړي او له افغانستانه بهر د طالبانو په مرکزونو فشار زيات کړي.

نوموړي په افغانستان کې د سولې ارزښت ياد کړ او زياته يې کړه، چې د سولې په برخه کې دې هڅې ګړندۍ شي.

د تېرې يکشنبې په ورځ په مشورتي لويه جرګه کې ٢٥٠٠ تنو د افغانستان او امريکا تر منځ د دفاعي او امنيتي تړون ملاتړ وکړ او د دې تړون د ژر لاسليکېدو غوښتنه يې وکړه.

 په هرات کې د امريکا د کونسلګرۍ مطبوعاتي څانګې مسوولين وايي، سفير په هرات کې د کونسلګرۍ د ودانۍ د رغونې د کار ارزونې په موخه راغلى و.

 دوه مياشتې مخکې په هرات کې د امريکا پر کونسلګرۍ ځانمرګى بريد وشو، چې له امله يې د ودانۍ ډېره برخه زيانمنه شوه.

د امريکا سفير جېمز کنينګهم، د افغانستان او امريکا تر منځ پر دوستۍ ټينګار وکړ او زياته يې کړه، د دوى په سياسي او پوځي مرکزونو بريدونه به دغه دوستي زيانمنه نه کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.