ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د اکټيډ موسسې شپږ کار کوونکي ووژل شول

د اکټيډ موسسې شپږ کار کوونکي ووژل شول

author avatar
27 Nov 2013 - 14:28
د اکټيډ موسسې شپږ کار کوونکي ووژل شول
author avatar
27 Nov 2013 - 14:28

ميمنه (پژواک ٦ ليندۍ ٩٢): په فارياب ولايت کې نن سهار طالبانو د اکټيډ موسسې شپږ افغان کار کوونکي وژلي دي.

د فارياب امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل تاييد کړه، چې د اکټيډ موسسې شپږ کار کوونکي د دغه ولايت د مرکز ميمنې ښار په شپږ کيلومترۍ کې وژل شوي دي.

ملاخېل زياته کړه، چې د اکټيد موسسې دغه شپږ کارکوونکي په المار ولسوالۍ کې خپل کار ځاى ته روان وو، چې وسله والو طالبانو پرې بريد وکړ.

امنيه قوماندان وويل، د دوى وژنه له وړاندې پلان شوې وه، خو په دې اړه يې د چا نوم وانه خيست او زياته يې کړه، چې طالبانو ياد کسان له پوښتنې ګروېږنې پرته تر ډزو لاندې نيولي دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د موسساتو له ټولو هغو کار کوونکو سره اړينه همکاري کوي، چې ولسواليو ته د تګ پر مهال دوى خبر کړي، خو د اکټيډ موسسې دغو شپږو کار کوونکو د پوليسو له خبرولو پرته د خپل کار پر لور حرکت کړى و.

په ورته وخت کې په المار کې د اکټيډ موسسې اداري مسوول لطف الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد کسان نن سهار مهال په قوشکم سيمه کې له ميمنې ښار نه المار ته د تګ پر مهال د نا پېژانده وسله والو تر بريد لاندي راغلي وو.

په دې پېښه کې د اکټيد موسسې يوه ټپي شوي کار کوونکي سيد سراج الدين پژواک ته وويل، چې څلورو وسله والو د موټر له درولو وروسته پر هغوى بريد وکړ او په پايله کې يې د سراچې موټر په لومړي او دويم سېټ کې ناست درې همکاران ووژل شول، خو دى چې د موټر په شاتني سېټ کې و ټپي شوى دى.

دغه کار کوونکي زياته کړه، چې بريدګرو له بريد وروسته د دوى موټر وسوځاوه او وروسته وتښتېدل.

د فارياب مرستيال والي محمد صادق لولاشي دا پېښه پر طالبانو پورې وتړله او زياته يې کړه، چې دغو پنځو کسانو په هېڅ کومه ډله پورې تړاو نه درلود او د خلکو ريښتيني خدمتګاران وو.

په ورته وخت کې د ميمنې ښار سلګونه اوسېدونکي په داسې حال کې چې ژړل يې د ولايتي روغتون مخې ته راټول شوي وو او حکومت يې په ناکامۍ تورن کړ.

دوى د ولايت له سيمه ييزو چارواکو وغوښتل تر څو د ميمنې- المار په لاره زر تر زره عمليات وکړي او د دغو شپږو ووژل شو کارګرو وژونکي تر نيولو وروسته مجازات کړي.

خو د فارياب امنيه قوماندان د پوليس ځواک کموالى د دغه ولايت د ولسواليو په لارو کې د نا امنۍ عمده لامل ګڼي.

تر اوسه پورې د اکټيډ موسسې د دغو شپږو افغان کارګرو د وژنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

اکټيډ موسسه په فارياب ولايت کې د بيارغونې، کرنې، ښوونې روزنې او حرفوي زده کړو په برخه کې په کار بوخته ده.

Visits: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.