ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په ګيرو کې وسله والو يو لوى پول الوځولى

د غزني په ګيرو کې وسله والو يو لوى پول الوځولى

author avatar
27 Nov 2013 - 11:17
د غزني په ګيرو کې وسله والو يو لوى پول الوځولى
author avatar
27 Nov 2013 - 11:17

غزني (پژواک ٦ ليندۍ ٩٢): د غزني د ګيرو چارواکي وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د ماين چاودنو يو پول ويجاړ کړى او دوو ماشومانو ته هم په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د غزني د ګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه د ليندۍ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېر ماښام د دې ولسوالۍ اړوند د شېلې په سيمه د ماين يوې چاودنې يو هلک وژلى او يوه نجلۍ يې ټپي کړې ده.

 هغه زياتوي، وسله والو تېره ورځ د ګيرو او اندړو ولسوالۍ تر منځ هغه لوى پول پر ماينونو والوځاوه چې د غزني مرکز ته د ګيرو د خلکو د تګ راتګ لاره پرې سپره وه.

خيرخواه زياتوي، چې وسله والو د يادې ولسوالۍ په ټولو لارو کې ماينونه خښ کړي او په دې وروستيو کې يې خلک له ډېرو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ولسوال په وينا، د ګيرو خلک د وسله وال طالبانو له چلنده په تنګ راغلي، طالبان عام خلک ځوروي او ښايي ډېر ژر يې پر ضد پراخ لاريونونه پيل کړي.

د ګيرو يوه قومي مشر حاجي عبدالحکيم پژواک خبري اژانس ته وويل، د ګيرو ولسوالۍ په ټولو لارو کې طالبانو ماينونه ايښي او خلک له وېرې پر لويو لارو سفر نه شي کولى.

هغه زياتوي: ((طالبان له دولت سره دښمني لري نو بيا يې ولې عام خلک يرغمل کړي، که طالبان له دې کاره لاس وانه خلي خلک به يې پر خلاف پاڅون وکړي.))

 د ګيرو د شېلې اوسېدونکى عبدالکريم هم وايي: ((په خپلو سترګو يې ويني چې طالبان په لويو لارو کې ماينونه ځاى پر ځاى کوي چې له همدې امله خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوړي.))

خو وسله وال طالبان بيا دا خبره نه مني او زياتوي، چې دوى د دولتي ځواکونو په لارو کې ماينونه ږدي او عامو خلکو ته ستونزې نه جوړوي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل: ((ماينونه د نقشې له مخې ږدو او داسې ځای يې ږدو چې دولتې ځواکونه اوسېږي او يا يې د تګ راتګ لاره وي.))

 دا په داسې حال کې ده، چې څه موده مخکې د ګيرو په ګاونډ اندړو ولسوالۍ کې د واده پر موټر د ماين چاودنې له امله د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ١٨ کسه ووژل شول او پنځه نور سخت ټپيان شول.

Visits: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.