ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د کانونو او پېټروليم وزارت له لوګره د کرومېټ ډبرو قاچاق ته زمينه برابره کړې”

“د کانونو او پېټروليم وزارت له لوګره د کرومېټ ډبرو قاچاق ته زمينه برابره کړې”

author avatar
27 Nov 2013 - 13:06
“د کانونو او پېټروليم وزارت له لوګره د کرومېټ ډبرو قاچاق ته زمينه برابره کړې”
author avatar
27 Nov 2013 - 13:06

پل علم (پژواک ٦ ليندۍ ٩٢): چارواکي وايي، چې په لوګر ولايت کې د کروميټ ډبرو قاچاق ته په لوى لاس د کانونو او پېټروليم وزارت لاره هواره کړې ده.

کرومېټ ګران بيه دروند فلز دى، چې د حرارت په مقابل کې يې مقاومت ډېر دى او د وسپني د ويلې کولو په ديګونو او وسلو جوړولو کې ترې ګټه اخيستل کېږي.

د لوګر مرستيال والي محمدهاشم فيضي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې ځيني قاچاق وړونکي په زياته اندازه کرومېټ ډبرې د پکتيا له لارې پاکستان ته لېږدوي.

 نوموړى زياتوي، له ډېره وخته د دغو قيمتي ډبرو قاچاق روان دى خو په دې وروستيو کې د کانونو او پېټروليم وزارت په لوى لاس قاچاق ته زمينه برابره کړې ده.

 فيضي وايي، د کانونو وزارت درېيو شرکتونو ته اجازه ورکړې، چې په لوګر کې له پنځه تر شپږ زره ټنه کرومېټ ډبرې چې د محمداغې او پل علم خلکو له کانونو را ايستلې راټولې کړې، خو اوس يادو درېيو شرکتونو په خپلسر په کانونو کې کيدنې پيل کړې او د کرومېټ د قاچاق کار يې پيل کړى دى.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، د کانونو او پېټروليم وزارت له لوري د رحمان بابا، شېخ سخي کامران او خالد اياز شرکتونو ته ويل شوي، چې په پل علم او محمداغې ولسواليو کې د کرومېټ هغه ډبرې راټولې شوې، چې په سيمه کې د خلکو له لوري پر خپل سر کيندل شوې وې.

 د فيضي په وينا، دوى پر شرکتونو باندې کار بند کړ، خو اوس وزارت بيا يادو شرکتونو ته تاکيدي امر ورکړى او په دې ډول يې د قاچاق وړونکو تبر ته لاستى ورکړى دى.

 مرستيال والي زياتوي، ياد درى شرکتونه د وزارت له مکتوبه ناوړه استفاده کوي او د دوى له امنيتي پوستو د مکتوب په زور ډبرې قاچاق کوي.

فيضي پژواک اژانس ته د کانونو او پېټروليم له لوري يادو شرکتونو ته د ورکړل شوي تړون کاپي وښوده، خو له دې يې انکار وکړ، چې د دغه تړون کاپي ورته وسپاري.

خو د کانونو او پېټروليم وزارت چې د قانوني او قراردادي ٣٠٣ شرکتونو او دغه راز د ناقانونه شرکتونو کوم لېست جوړ کړى د يادو دريو شرکتونو نومونه په کې نشته.

 د لوګر د کانونو او پېټروليم رييس محمداجمل (سهاک) هم دا ومنله، چې په دغه ولايت کې ځينې ډلې په غيرقانوني ډول د کرومېټ ډبرې باسي او بهر ته يې قاچاق کوي.

نوموړي پژواک ته وويل، اوسمهال په پل علم او محمداغې ولسوالۍ کې د کرومېټ قاچاق روان دى او په دې اړه يې ولايتي اداره او امنيه قومانداني هم خبر کړي دي.

 سهاک زياتوي، د کرومېټ ډبرو کانونه په غرنيو او نا امنو سيمو کې دي، دوى يې ساتنې ته لاسرسى نه لري امنيتي ادارې دنده لري، چې د دغه کار مخه ونيسي.

 د محمداغې ولسوال حاجي عبدالحميد حامد هم مني، چې له تېرو څو کلونو راهيسې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي د کرومېټ په کان کې خپلسرې کيندنې کوي او بيا د شرکتونو له لارې بهر ته قاچاق کېږي.

 ولسوال وايي: ((تر يوه حده د دغه کار مخه نيول شوې، خو خلک دومره هوښيار شوي، چې د غره په شاوخوا کې د قيمتي ډبرو زېرمې په ډاګه او کيندنې په کې وکړي.))

د پل علم د داودخېلو کلي اوسېدونکی حاجي کبير وايي، د دوی کلي ته نږدې د غره په ډډه کې د کرومېټ ډبرو ۲ کانونه شته، چې له ډېره وخته راهيسې په غيرقانوني ډول د خلکو له خوا په کې کندنې روانې دي.

هغه زياته کړه، دولت په دې ښه خبر دی چې په دې سيمه کې د کرومېټ ډبرو غير قانوني کيندنه او قاچاق روان دی.

د نوموړي په وينا، په ازاد ډول د کيندل شوو کرومېټ ډبرو خرڅلاو روان دى او په ټنو ټنو په لويو لاريو کې بارېږي.

 د محمداغې ولسوالۍ د مغل خېلو کلي يوه اوسېدونکي، چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي پژواک ته وويل، په سيمه کې يې له ډېرې مودې د کرومېټ ډبرو قاچاق روان دى.

 هغه زياتوي، د کرومېټ ډبرو استخراج د ولسوالۍ د هغو کسانو له خوا کېږي، چې هغه له مافيا سره نږدې اړيکې لري او دوی ته په بدل کې ښې پيسې ورکوي.

 د ده په وينا، د ولسوالۍ چارواکي او د لارو پوليس د کرومېټ له قاچاق وړونکو پيسې اخلي او د قاچاق مخه يې نه نيسي.

د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکتر عبدالولي وکيل هم وايي، چې له تېرو لسو کلونو په لوګر کې د کرومېټ ډبرو په کانونو کې خپلسرې او غيرفني کيدنې کېږي او بيا بهر ته قاچاق کېږي.

 نوموړی وايي، په هغو سيمو کې چې د کرومېټ کانونه دي، قاچاق وړونکي وسله والو مخالفينو ته باج ورکوي، تر څو سيمه نا امنه او کيندنې په کې ترسره کړي.

د ولايتي شورا رييس پژواک خبري اژانس ته وويل: ((کله چې د کرومېټ له کان څخه د ډبرو ډکه لارۍ پاکستان ته روانېږي، د پوستو د پوليسو کار هم ورسره جوړ وي پيسې ترې اخلي او اجازه ورکوي.))

 وکيل زياته کړه، د سيمې د هېوادونو استخباراتي کړۍ هڅه کوي، چې قيمتي ډبرې قاچاق کړي او د کانونو استخراجي پروژو ته امنيتي ستونزې پيدا کړي.

 د ولايتي شورا غړی عبدالخالق خيرخواه هم وايي، چې د لوټمارانو له لوري ملي شتمني لوټ کېږي او دولت يې په مخنيوي کې پاتې راغلى دى.

 خيرخواه زياتوي، که حکومت په ريښتيا خلکو ته د کار زمينه برابروي او د هېواد اقتصادي پرمختګ غواړي نو لومړى دې د لوټمارانو لاس لنډ کړي او د کرومېټ ډبرو کانونه دې د ازاد رقابت له لارې داوطلبۍ ته وړاندې کړي.

د لوګر د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالولي توپان تره کي هغه تورونه ردکړل چې ګني پوليس او امنيتي چارواکي د کرومېټ ډبرو په قاچاق کې مرسته کوي.

هغه زياته کړه، هېچا ته به اجازه ورنه کړي، چې پر خپل سر کرومېټ ډبرې استخراج کړي. د ده په خبره چې څه موده مخکې يې په کرومېټ ډبرو بار درې موټر نيولي هم دي.

بلخوا د کانونو او پېټروليم وزارت وياند محمدرفېع رفيق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه وزارت اوسمهال د لوګر د کرومېټ ډبرو پر خپل سر کيندنو او قاچاق په موخه هيئت ټاکلى، تر څو د لوګر له ولايتي ادارې سره په ګډه د موضوع څېړنه وکړي.

خو صديقي د يادو شرکتونو د قرارداد، د شرکتونو له خوا د کانونو وزارت ته د ماليې او عوايدو سپارلو او دغه راز په سيمه کې د کرومېټ د خپلسرو کيندنو او قاچاق په اړه څه ونه ويل.

دا په داسې حال کې ده، چې د کانونو او پېټروليم پخواني وزير وحيدالله شهراني يو کال مخکې د ١٣٩٢ د مرغومي په ١٨مه د لوګر د کانونو او پېټروليم رياست د نوې ودانۍ د پرانيستنې پر مهال ويلي وو، چې په لوګر کې د کرومېټ ډبرو په کانونو کې غير فني کيدنې او د ډبرو قاچاق روان دى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.