کابل (پژواک ٦ ليندۍ ٩٢): د پاکستان لومړى وزير له ولسمشر حامد کرزي سره د ليدنې په موخه د راتلونکې شنبې په ورځ (د ليندۍ ٩مه) کابل ته راځي.
په کابل کې د پاکستان سفارت يوې سرچينې د ليندۍ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې لومړى وزير په د شنبې په ورځ کابل ته راشي او د ولسمشر حامد کرزي په ګډون له يو شمېر افغان لوړ پوړو چارواکو سره وګوري.
سرچينې زياته کړه، چې لومړى وزير به د يوه لوړ پوړي پلاوي په ملتيا کابل ته راشي.
بلخوا ولسمشر حامد کرزي هم له ازادۍ راډيو سره په يوه مرکه کې ويلي، چې د پاکستان لومړى وزير راتلونکې اونۍ کابل ته راځي.
هغه زياته کړه، چې له نوازشريف سره به په افغانستان کې د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې وکړي.
د نوموړي په وينا، د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوى هم د همدغه هدف لپاره پاکستان ته تللی و، څو د طالبانو د دويم کس ملا برادر په ګډون له يو شمېر هغو طالبانو سره چې په وروستيو کې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي؛ خبرې وکړي.
حامد کرزي زياته کړې: “منتظر يو چې کله د پاکستان صدراعظم افغانستان ته راشي؛ هغه څلور ورځې وروسته راځي، له هغه سره له مفصلو خبرو وروسته که لازمه مو وګڼله بيا به په دې اړه علني خبرې وکړو. “
د نوازشريف په مشرۍ د پاکستان د مسلم ليګ ګوند مرکزي غړى سناتور طارق عظيم هم تاييد کړې چې ډېر ژر به لومړى وزير کابل ته سفر وکړي.
پنځه مياشتې مخکې د لومړي وزير په توګه تر ټاکل کېدو وروسته حامد کرزى لومړى ولسمشر و، چې نوازشريف ته يې د خپل هېواد د سفر بلنه ورکړه. دغه راز شاوخوا څلور مياشتې مخکې اسلام اباد ته د سفر پر مهال هم ولسمشر هغه ته د کابل ته د سفر بلنه ورکړې وه.
نوازشريف په داسې حال کې کابل ته سفر کوي، چې د افغانستان د سولې عالي شورا پلاوى تېره اونۍ اسلام اباد ته سفر وکړ او د پاکستان حکومت د ملا عمر د سلاکار په ګډون درې طالب چارواکي خوشي کړ.
د سياسي چارو کارپوه محمد زبير شفيقي وايي، چې د پاکستان سياست مخ په بدلېدو دى، د د استخباراتو مشر يې پخوا بدل شوى او د پوځ مشر به هم په څو ورځو کې بدل شي.
هغه زياته کړه، چې د پاکستان حکومت هم نوى دى، په پوځ او استخباراتو کې هم د نوو کسانو په راتګ سره به نوې تګلاره خپلوي.
شفيقي وويل، چې پاکستان هم په خپله خاوره کې له ډېرو شخړو او لانجو سره مخ دى او که د جوش پر ځاى له هوش څخه کار واخلي او له افغانستان سره د سولې په پروسه کې همکاري وکړي، نو دواړو هېوادونو ته يې ګټه رسېږي.
دى وايي، چې نوازشريف د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ تر نسکورېدو وروسته د حضرت صبغت الله مجددي او استاد رباني د واکمنۍ پر مهال کابل ته سفرونه کړي وو.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن