لښکرګاه (پژواک ٦ ليندۍ ٩٢): چارواکي وايي، چې د لوګر په بره کي برک کې دوه مېرمنې او د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يو قومي مشر وژل شوى دى.
د لوګر د بره کي برک ولسوال محمدرحيم امين د ليندۍ په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه ښځې تېره شپه د چارچوب په سيمه کې وژل شوې دي.
هغه زياتوي، چې له يادو مېرمنو يوه په ونه کې ځړول شوې او بله يې په اوبو کې ډوبه کړې او وژلې يې دي، چې تر دې مهاله يې نه د وژنې لامل او نه يې هويت معلوم شوى دى.
د ولسوال په وينا، چې دغه مېرمنې په نا امنه سيمه کې وژل شوې او د سيمې قومي مشرانو ته يې دنده سپارلې، چې د وژنې د علت او وژونکو په اړه پلټنې وکړي.
د يو بل خبر له مخې، د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يو قومي مشر د ناپېژانده کسانو له لوري وژل شوى دى.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک پژواک خبري اژانس ته وويل، مشهور قومي مخور عبدالستار خان تېره شپه د کباړيانو په څلورلارې کې وژل شوى دى.
د نوموړي په وينا، عبدالستار خان د ډاکټر نجيب د واکمنۍ پر مهال د هلمند د پخواني والي شاه نظر خان زوى و.
ځواک زياتوي، نوموړي قومي مشر په دولت کې رسمي دنده نه لرله او تر دې مهاله يې د وژل کېدو لامل هم څرګند نه دى خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي.
هغه زياتوي، عبدالستار خان دوه کاله مخکې تښتول شوى هم و، چې تر تښتونې څو ورځې وروسته د پوليسو له لوري د تښتوونکو له بنده راخوشى شو.
د يادو وژنو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى او نه يې په تور څوک نيول شوي دي.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن