ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پاکستان د ملا عمر د سلاکار په ګډون درې طالب مشران خوشې کړل

پاکستان د ملا عمر د سلاکار په ګډون درې طالب مشران خوشې کړل

author avatar
27 Nov 2013 - 07:19
پاکستان د ملا عمر د سلاکار په ګډون درې طالب مشران خوشې کړل
author avatar
27 Nov 2013 - 07:19

کابل ( پژواک ۶ لیندۍ ۹۲) : راپورونه وایي چې پاکستان د ‌طالبانو د مشر ملا محمد عمر د نږدې سلاکار جهانګیروال په ګډون درې طالب چارواکي خوشې کړي دي.

په اسلام اباد کې حکومت ته نږدې سرچینو د لیندۍ په ۶مه، رسنیو ته ویلي دي چې  حکومت دغه کسان پرون خوشې کړي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې ، په خوشې شویو کسانو کې د ملا عمر سکرتر او نږدې سلاکار ملا عبدالاحد جهانګیروال، ددوی د واکمنۍ پر مهال د هلمند والي ملا عبدالمنان او پوځي قوماندان ملا یونس شامل دي.

سرچینه زیاتوي ، دا کسان وروسته له هغه خوشې شول ، چې د افغانستان دسولې د عالي شورا د مشر صلاح الدین رباني په مشرۍ افغان پلاوي تیره اونۍ اسلام اباد ته د سفر پر مهال د پاکستان لومړي وزیر میا نواز شریف او د طالبانو خوشې شوي مرستیال ملا برادر سره ولیدل.

پاکستان دریځ خپل کړی چې دغه طالبان یې د افغانستان دسولې پروسې د پرمختګ لپاره خوشې کړي دي.

د یادونې وړ ده چې پاکستان تراوسه تر ۳۰ زیات د لوړې او ټیټې کچې طالب بندیان خوشې کړي چې په دغه هیواد کې بندیان وو.

Visits: 5

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.