کابل–ميمنه (پژواک ٧ ليندۍ ٩٢): ولسمشر کرزي په فارياب ولايت کې د اکټېډ موسسې د کار کوونکو د وژنې عاملين هغه څوک وبلل، چې د هېواد له بيارغونې سره مخالف دي.
د اکټېډ موسسې يادو کارکوونکو تېره ورځ غوښتل چې په المار ولسوالۍ کې د خپل کار سيمې ته ولاړ شي، چې د ميمنې ښار اړوند سيمه کې د وسله والو تر بريد لاندې راغلل.
د ولسشمرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له خوا نن پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼې کې راغلي، چې ولسمشر حامد کرزي ياد بريد په کلکه غندلى دى.
ولسمشر کرزي د قربانيانو له کورنيو سره د غمرازۍ څرګندولو تر څنګ ويلي، چې دغه وژنې د هېواد د بيارغونې او سوکالۍ د دښمنانو کار دى، چې نه غواړي افغانان پرمختګ وکړي.
وسله والو طالبانو د يادې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
په همدې حال کې، د فارياب والي محمدالله بتاش د يادو کار کوونکو وژنه يو ترهګريز عمل بللى او زياته کړې يې ده، چې د پېښې د عاملينو د نيولو لپاره يې څېړنې روانې دي.
هغه پژواک ته وويل، چې هر سيمه ييز چارواکى د دوى د قتل په اړه په دندو کې غفلت کړى وي، د قانون منګولو ته به وسپارل شي.
د اکټېډ موسسه؛ په فارياب ولايت کې د بيارغونې، کرنې، ښوونې او روزنې او د حرفوي زده کړو په برخو کې فعاليت کوي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن