ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزى: امريکا دې په رښتينې همکارۍ د سولې بهير د رسمي مذاکراتو له لارې پيل کړي

کرزى: امريکا دې په رښتينې همکارۍ د سولې بهير د رسمي مذاکراتو له لارې پيل کړي

author avatar
28 Nov 2013 - 18:25
کرزى: امريکا دې په رښتينې همکارۍ د سولې بهير د رسمي مذاکراتو له لارې پيل کړي
author avatar
28 Nov 2013 - 18:25

کابل (پژواک، ٧ ليندۍ ٩٢): ولسمشر کرزى وايي، امريکا دې په رښتينې همکارۍ د سولې بهير د رسمي مذاکراتو او تفاهم له لارې پيل کړي.

حامد کرزي دغه څرګندونې، نن په خپلې راډيويي وينا کې کړې دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي ويلي، له امریکا سره به امنیتي قرارداد هغه مهال لاسلیک شي، چې زموږ شرطونه ومنل شي او د افغانستان خلک د امنیت او خوندیتوب احساس وکړي او د سولې خاوندان شي.

ولسمشر زیاته کړې، چې د افغانستان خلکو له امریکا سره پر امنیتي قرارداد موافق دي او مشورتي لويې جرګې هم دا سند تصویب کړی دی.

حامد کرزي ويلي، د مشورتي لويې جرګې د مشورو او پرېکړه لیک په پام کې نیولو سره موږ د هېواد د ګټو د خوندیتوب لپاره ځينې شرطونه لرو، چې د امریکا متحده ایالات يې باید په اړه د قرارداد تر لاسلیک کېدو دمخه له موږ سره لازمې ژمنې وکړي.

هغه وايي: “زموږ هېوادوال د هېواد په ګوټ ګوټ کې په خپلو کورونو کې د امنیت او خوندیتوب احساس نه کوي؛ له همدې کبله موږ له کلونو راهيسې له بهرنيو ځواکونو سره په جدل کې و. موږ خپلو خلکو ته سوله او امنیت هغه مهال راوستی شو، چې په خپلو کليو او ښارونو کې مو د بهرنيو ځواکونو د پوځي عملیاتو مخه نيولې وي. له همدې کبله مو د خپلو خلکو کورونو ته د بهرنیو ځواکونو د تګ د مخنیوي شرط اېښی دی.”

ولسمشر زياته کړې: “زموږ بل شرط لکه څنګه چې د مشورتي لويې جرګې په پرېکړه لیک کې هم راغلی دی، د سولې ټينګښت دی. زموږ خلک له کلونو راهیسې له ناامنيو او جګړې څخه ډېر رنځېدلي دي او ډېر مالي او ځاني زیانونه يې ګاللي دي. زموږ د هر فرد غوښتنه په ټول هېواد کې د امنیت او د سرتاسري سولې ټينګښت دی. موږ له امریکا متحده ایالاتو څخه غواړو چې زموږ د خلکو د دغه ملي ارمان د تحقق لپاره له افغانستان سره صادقانه همکاري وکړي، ترڅو د سولې پروسه د رسمي مذاکراتو او تفاهم له لارې پيل شي.”

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.