کندهار (پژواک ٧ ليندۍ ٩٢): په کندهار ښار کې دوه وسله وال هغه مهال ووژل شول، چې د امنيه قوماندانۍ پر يوه افسر يې ډزې وکړې او د هغه د وژلو هڅه يې وکړه.
دغه پېښه د کندهار ښار اړوند د دويمې امنيتي حوزې په ساحه کې تاج محل سالون ته څېرمه شوې ده.
د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا دراني د ليندۍ په ٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د پوليسو يو افسر تېر ماښام کور ته پر لاره و، چې دوو وسله والو ورباندې بريد وکړ او د هغه د وژلو هڅه يې وکړه.
هغه زياته کړه، وسله والو د خپلې تومانچې په وسيله پر ياد افسر پر له پسې ډزې وکړې، خو هغه وژغورل شو او په متقابلو ډزو کې يې دواړه وسله وال ووژل شول.
دى وايي، له وژل شوو څخه يوه تومانچه او موټرسايکل ترلاسه شوي دي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا لومړۍ پېښه ده، چې دوه وسله وال په دې ډول وژنو کې هدف ته تر رسېدو مخکې وژل کېږي.
Visits: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن