ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند ادارې او ځوانان د نوري فايبر انټرنېټي خدمتونه غواړي

د هلمند ادارې او ځوانان د نوري فايبر انټرنېټي خدمتونه غواړي

author avatar
29 Nov 2013 - 15:55
د هلمند ادارې او ځوانان د نوري فايبر انټرنېټي خدمتونه غواړي
author avatar
29 Nov 2013 - 15:55

لښکرګاه (پژواک ٨ ليندۍ ٩٢): د هلمند د ځينو ادارو مسوولين او ځوانان وايي، په دغه ولايت انټرنېټي خدمتونو ته چندان لاسرسى نه لري او غوښتنه کوي، چې ژر تر ژره دې د نوري فايبر شبکه فعاله شي.

دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا يو نيم کال مخکې په دغه ولايت د نوري فايبر د نصب چارې بشپړې شوې خو لا يې هم پر فعاليت پيل نه دى کړى.

د احمدشاه پاڅون په نوم د بُست راډيو يوه کار کوونکې پژواک خبرى اژانس ته وويل، چې انټرنېټ د ټولو ځوانانو او ادارو د چارو د ښه ترسره کولو لپاره اړينه وسيله ده.

ده وويل، چې په هلمند کې د نوري فايبر نورې ټولې چارې بشپړې شوې خو نه پوهېږي چې پر فعاليت ولې پيل نه کوي.

د حيات خان په نوم يوه بل ځوان هم وويل: ((انټرنېټ د محصلينو او د ښوونځيو د زده کوونکو د معلوماتو لپاره ښه وسيله ده خو اوس مهال ترې بې برخې دي.))

نوموړي غوښتنه وکړه، چې د دې ستونزې د حل لپاره دې د ولايت اداره او د مخابراتو وزارت هلي ځلې وکړي، څو د نورو ولايتونو په څېر هلمند هم له دې اسانتيابرخمن شي.

هغه وويل، هغه شبکې چې اوس مهال په لښکرګاه کې انټرنېټي خدمتونه وړاندې کوي، د سټلايټ له لارې له خپلو کمپنيو سره وصل دي چې له امله يې بيې ډېرې لوړې دي.

دغه راز په هلمند كې د افغان ټيلي كام ځايي مسوول نجيب الله ساپث هم د دغه ولايت د اوسېدونکو ستونزې پر ځاى بولي او وايي، چې په دې برخه كې د ولايت د ادارې او مخابراتو وزارت نه پاملرنه هغه څه دي چې ياده ستونزه يې رامنځته كړې ده.

نوموړي وويل: ((موږ په وار وار وزارت او د ولايت چارواکو ته ويلي دي، خبر مو ورکړى دى، ولايت پاملرنه نه ده کړې، هغه يې له سره نه پېژني چې نوري فايبر څه شى دى، د دې پر ځاى چې زموږ ملاټر وکړي ستونزې راته جوړوي.))

هغه وايي، چې په لښکرګاه كې د دوى د ادارې اړوند ۱۴ جريبه ځمكه امنيې قوماندانۍ لاندې كړې او اجازه نه وركوي چې استفاده ترې وکړي.

د هلمند د والي وياند عمر ځواك وايي، چې په دې برخه کې به له اړوند ادارې سره مرسته وکړي څو يې ستونزې هوارې شي.

نوموړي دا ومنله چې هلمند اوس مهال له نوري فابير سره تړل شوى خو دا چې فعاليت نه لري په اړه به يې معلومات راټول او ستونزې ته به يې د حل لاره ولټوي

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.