ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ننګرهار کې څارګره الوتکه غورځېدلې

په ننګرهار کې څارګره الوتکه غورځېدلې

author avatar
29 Nov 2013 - 11:29
په ننګرهار کې څارګره الوتکه غورځېدلې
author avatar
29 Nov 2013 - 11:29

جلال اباد(پژواک،٨ ليندۍ٩٢): چارواکي وايي، چې د امريکايي ځواکونو يوه کشفي الوتکه د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې لوېدلې ده.

د چپرهار ولسوال حاجي محمد صديق دولتزي د ليندۍ په ٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل،  نن ماسپيښين مهال د امريکايي ځواکونو يوه کشفي الوتکه د چپرهار په غلام ډاګ سيمه کې را لوېدلې ده.

نوموړي وويل : (( د هوايي ډګر نه موږ ته احوال راکول شوى، چې الوتکه لوېدلې ده. ))

دى وايي، دوى ته ويل شوي چې الوتکه د تخنيکي ستونزو له امله لوېدلې ده .

خو بله خوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ يې د چپرهار په للمې سيمه کې د امريکايي ځواکونو يوه څارګره الوتکه رانسکوره کړې ده.

د سيمې يو اوسېدونکي اکبر خان پژواک ته وويل، چې د دوى په سيمه کې يوه الوتکه رانسکوره شوې ، خو دوى ته دا معلومات نشته، چې الوتکه په خپله راپرېوتې او که وسله والو راغورځولې.

په افغانستان کې مېشتو بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.